د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې نوموړی د هند په تاریخ کې د ډیموکراتیکو ټاکنو له لارې تر ټولو اوږدمهاله خدمت کوونکی لومړی وزیر شوی دی.
کرزي په خپل پیغام کې ویلي چې مودي ته د هند ولس ته د خدمت په برخه کې د لا بریاوو هیله لري او زیاته کړې یې ده چې د هند خلکو په پرلهپسې ډول پر هغه خپل باور څرګند کړی او د خپل مشر په توګه یې ټاکلی دی.
نوموړي د هند له خلکو او حکومت سره د ښو اړیکو او همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی دی.

