شنبه, اگست 1, 2026
Home Blog Page 54

نماز جنازه نخستین فضانورد افغانستان در کابل برگزار شد و جسد در تپه مرنجان به خاک سپرده شد

پیکر عبدالاحد مومند نخستین فضانورد افغانستان، روز دوشنبه ۱۵ سرطان، پس از انتقال از آلمان، با حضور مقام‌های حکومت طالبان اعضای خانواده، بستگان، همکاران و شمار زیادی از شهروندان در کابل تشییع و در هدیره تپه مرنجان به خاک سپرده شد.

مراسم نماز جنازه مرحوم مومند در مسجد عیدگاه کابل برگزار شد و پس از آن، پیکر وی برای خاک‌سپاری به هدیره تپه مرنجان انتقال یافت. در این مراسم، مقام‌های دولتی، شخصیت‌های علمی و فرهنگی، بستگان و علاقه‌مندان وی حضور یافته و از خدمات و دستاوردهای او در عرصه هوانوردی و فضانوردی افغانستان تجلیل کردند.

وزارت امور خارجه حکومت طالبان پیش‌تر اعلام کرده بود که بنا بر درخواست خانواده عبدالاحد مومند، پیکر وی با همکاری وزارت‌های امور خارجه، دفاع ملی و ترانسپورت و هوانوردی از شهر مونیخ آلمان به کابل منتقل شده است تا مراسم رسمی تشییع و خاک‌سپاری در زادگاهش برگزار شود.

عبدالاحد مومند در سال ۱۹۸۸ میلادی به‌عنوان نخستین فضانورد افغانستان با یک مأموریت مشترک اتحاد شوروی به ایستگاه فضایی «میر» سفر کرد و نزدیک به ۹ روز را در فضا سپری نمود. این مأموریت، نام او را به‌عنوان یکی از چهره‌های برجسته علمی و هوانوردی افغانستان در تاریخ ثبت کرد. در جریان این سفر، وی در برنامه‌های علمی و پژوهشی مشارکت داشت و نخستین شهروند افغانستان بود که به فضا سفر کرد.

مرحوم مومند پس از سال‌ها زندگی در آلمان، چندی پیش در سن ۶۷ سالگی و پس از تحمل بیماری سرطان در شهر اشتوتگارت درگذشت. خبر درگذشت او با واکنش گسترده شخصیت‌های سیاسی، فرهنگی و شهروندان افغانستان همراه شد و بسیاری از او به‌عنوان یکی از چهره‌های ماندگار تاریخ معاصر کشور یاد کردند.

با برگزاری مراسم تشییع و خاک‌سپاری عبدالاحد مومند در کابل، افغانستان با یکی از برجسته‌ترین شخصیت‌های علمی و فضانوردی خود وداع کرد؛ شخصیتی که سفر تاریخی‌اش به فضا، نام افغانستان را در تاریخ اکتشافات فضایی جهان ثبت کرد.

بیش از ۱٬۵۰۰ مورد ابتلا به ایبولا در کنگو ثبت شد

0

وزارت ارتباطات و رسانه‌های جمهوری دموکراتیک کنگو اعلام کرد که تا سوم جولای شمار مبتلایان به بیماری ایبولا در این کشور به یک‌هزار و ۵۲۸ نفر رسیده است.

بر اساس آمار منتشرشده، تاکنون ۴۹۲ تن بر اثر این بیماری جان باخته، ۲۳۹ بیمار بهبود یافته و ۶۲۸ تن دیگر همچنان تحت درمان قرار دارند.

این وزارت همچنین اعلام کرد که در ۲۴ ساعت گذشته، ۲۶ مورد جدید ابتلا و ۲۶ مورد بهبودی به ثبت رسیده است. به گفته مقام‌های صحی‌نزدیک به ۱۰ هزار نفر نیز به دلیل احتمال تماس با مبتلایان، زیر نظارت و مراقبت‌های صحی قرار دارند.

ډونالډ ټرمپ؛د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجيا مېلوني سره د AI ويډيو له خپرېدو وروسته غبرګون ښودلی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني سره د یوې مصنوعي ځیرکتیا (AI) جوړې شوې ویډیو د خپرېدو وروسته په خپل ټولنیز اکاونټ کې نوی پیغام خپور کړی دی.

په دې ویډیو کې چې د ټرمپ او مېلوني ترمنځ د لاس ورکولو صحنه ښيي، ټرمپ پر دې انځور لیکلي: “د بندیز حکم ته اړتیا ده”.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې د AI له لارې جوړ شوي انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې پراخه شوې او د سیاسي مشرانو ترمنځ یې بحثونه راپورته کړي دي.

تر اوسه د دې موضوع په اړه د ایټالیا د لومړۍ وزیرې رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو دا ډول مصنوعي انځورونه په وروستیو کې د نړیوالو سیاستوالو ترمنځ د اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

روسیه از حملات گسترده به تأسیسات نظامی و زیرساخت‌های اوکراین خبر داد

0

وزارت دفاع روسیه اعلام کرد که نیروهای این کشور حملات گسترده‌ای را با استفاده از سلاح‌های دوربرد و پهپادها علیه تأسیسات نظامی ـ صنعتی، مراکز مرتبط با بخش انرژی و زیرساخت‌های نظامی اوکراین انجام داده‌اند.

بر اساس اعلام این وزارت این حملات شهر کی‌یف و مناطق اطراف آن را هدف قرار داده و شماری از تأسیسات مورد استفاده نیروهای اوکراینی آسیب دیده‌اند.

وزارت دفاع روسیه همچنین مدعی شد که زیرساخت‌های میدان‌های هوایی نظامی در ولایت‌های دنیپروپتروفسک، پولتاوا، چرکاسی چرنیهیف و کی‌یف نیز در این عملیات هدف قرار گرفته‌اند.

مسکو تأکید کرده است که این حملات در چارچوب عملیات نظامی این کشور و با هدف تضعیف توانایی‌های نظامی و لجستیکی اوکراین انجام شده و تمامی اهداف تعیین‌شده مورد اصابت قرار گرفته‌اند.

پیکر نخستین فضانورد افغانستان با مراسم رسمی به کابل منتقل شد

پیکر عبدالاحد مومند، نخستین فضانورد افغانستان، امروز به میدان هوایی بین‌المللی کابل انتقال یافت و با حضور مقام‌های حکومت طالبان اعضای خانواده، نزدیکان و شماری از شهروندان از وی استقبال و ادای احترام صورت گرفت.

در مراسم برگزارشده سخنرانان از خدمات و دستاوردهای علمی عبدالاحد مومند یاد کرده و سفر تاریخی او به فضا را افتخاری برای افغانستان توصیف کردند. آنان همچنین درگذشت وی را ضایعه‌ای بزرگ برای کشور دانسته و نقش او را در معرفی نام افغانستان در عرصه بین‌المللی ستودند.

عبدالاحد مومند به‌عنوان نخستین و تنها فضانورد افغانستان، با سفر تاریخی خود به فضا نام کشور را در تاریخ فضانوردی جهان ثبت کرد.

د ایران د پوځ مشر:د علي خامنه‌یي د ترور د غچ اخیستلو هڅې به ونه دروو

0

د ایران د پوځ لوی درستیز، امیر حاتمي، د پخواني ستر مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې ویلي، ایران به د هغه د ترور د عاملانو پر وړاندې د عدالت او غچ اخیستلو هڅې هېڅکله پرېنږدي.

حاتمي ټینګار کړی، هغه کسان چې دا برید یې ترسره کړی، باید پوه شي چې د ایران ولس او حکومت به د دې قضیې تعقیب ته دوام ورکړي او تر هغې به لاس پر سر نه شي، څو خپلې موخې ته ونه رسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې په تهران کې د علي خامنه‌یي د جنازې دولتي مراسم روان دي او زرګونه کسانو په کې ګډون کړی.

د ایران چارواکي وایي، د جنازې مراسم به څو ورځې دوام وکړي او نوموړی به په پای کې د خپل ټاټوبي، مشهد، په امام رضا زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

د یوې ښځې په ګډون؛کابل کې درې تنه د جعلي تذکرو له لارې د پاسپورټ اخیستو په تور نیول شوي

د کابل د طالبانو حکومت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، امنیتي ځواکونو یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د جعلي تذکرو په کارولو د پاسپورټ اخیستو او بهرنیو هېوادونو ته د غیرقانوني سفر د هڅې په تور نیولي دي.

د یاد ریاست په وینا، دغو کسانو غوښتل د جعلي تذکرو پر بنسټ پاسپورټونه ترلاسه او له هېواده په ناقانونه ډول ووځي، خو تر اقدام وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.

نیول شویو کسانو د لومړنیو څرګندونو پر مهال ادعا کړې چې جعلي تذکرې د دوی د کورنیو له خوا ورته برابرې شوې وې او دوی یوازې د پاسپورټ ترلاسه کولو هڅه کوله.

د افغانستان د لومړي فضانورد؛عبدالاحد مومند جسد کابل ته را ورسېد

د افغانستان د لومړي فضانورد، عبدالاحد مومند جسد نن له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شو.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي، د هغه د کورنۍ غړي، خپلوان او عام خلک ګډون وکړي.

له جنازې وروسته به عبدالاحد مومند په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته د سفر له امله د افغانستان د علمي او فضایي تاریخ یو له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي او د هېواد لومړنی فضانورد و.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام؛د طالبانو حکومت د ۱۴۰۵ کال د کانکور پایلې نن اعلانوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپنیو لېسو، د ۱۴م ټولګي فارغانو، له هېواده بهر زده‌کوونکو او د قومونو او قبایلو د ځانګړې ونډې اړوند ازموینو پایلې به نن دوشنبه، د چنګاښ په ۱۵مه، اعلان شي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د کانکور ازموینې په څلورو پړاوونو کې ترسره شوې او نږدې ۱۲۰ زره نارینه ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د روان کال د جذب پلان له مخې به ۷۴ زره او ۵۰۰ بریالي کسان د هېواد بېلابېلو دولتي لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د زده‌کړو لپاره ور وپېژندل شي.

د‌ يادونې وړ ده چې سږنی کانکور هم د تېرو څلورو کلونو په څېر د نجونو له ګډون پرته ترسره شو.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې او هغوی یې له ښوونځي، پوهنتون او کانکور ازموينو محرومې کړې دي.

اوس‌مهال په افغانستان کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو اجازه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان نجونو، نړيوالو بنسټونو او هېوادونو د طالبانو له حکومت په بار بار د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بیا پيل غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو چارواکی:افغانستان له څو هم‌مهالو بحرانونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د هېواد ډېری وګړي لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو بې‌وسه دي او افغانستان له څو هم‌مهالو بحرانونو سره مخ دی.

هغه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، بېړنۍ بشري مرستې د خلکو ژوند ژغوري، خو دوامدارې پراختیایي پروژې کولای شي خلکو ته د خپل راتلونکي د جوړولو زمینه برابره کړي.

ډي کرو، چې د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ د سوټان کلی ته یې سفر کړی، ویلي د دې لیدنې موخه دا وه چې له نږدې وګوري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پروژې څنګه له زیانمنو ټولنو سره د بحرانونو پر وړاندې د مقاومت او بیارغونې په برخه کې مرسته کوي.

د هغه په وینا، د تېر کال تر زلزلو وروسته د کورونو د بیارغونې، د لومړنیو خدمتونو د بېرته فعالولو او د خلکو د عایداتي سرچینو د احیا له امله د سوټان کلي اوسېدونکي توانېدلي چې خپل عادي ژوند ته ورو ورو بېرته ستانه شي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې یو جدي او محسوس واقعیت دی او د سېلابونو د مخنیوي، اوبو لګولو او کرنیزو پروژو پلي کول د طبیعي پېښو د زیانونو په کمولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.

د یادونې ده، د تېر کال په سنبلې میاشت کې پر ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ، زورورو زلزلو لسګونه کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل، چې تر ټولو ډېر زیان یې کونړ ولایت ته واړاوه.