د افغانستان د لومړي فضانورد، عبدالاحد مومند جسد نن له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شو.
ټاکل شوې ده چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي، د هغه د کورنۍ غړي، خپلوان او عام خلک ګډون وکړي.
له جنازې وروسته به عبدالاحد مومند په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته د سفر له امله د افغانستان د علمي او فضایي تاریخ یو له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي او د هېواد لومړنی فضانورد و.

