د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپنیو لېسو، د ۱۴م ټولګي فارغانو، له هېواده بهر زدهکوونکو او د قومونو او قبایلو د ځانګړې ونډې اړوند ازموینو پایلې به نن دوشنبه، د چنګاښ په ۱۵مه، اعلان شي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د کانکور ازموینې په څلورو پړاوونو کې ترسره شوې او نږدې ۱۲۰ زره نارینه ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه.
د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د روان کال د جذب پلان له مخې به ۷۴ زره او ۵۰۰ بریالي کسان د هېواد بېلابېلو دولتي لوړو زدهکړو مؤسسو ته د زدهکړو لپاره ور وپېژندل شي.
د يادونې وړ ده چې سږنی کانکور هم د تېرو څلورو کلونو په څېر د نجونو له ګډون پرته ترسره شو.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې او هغوی یې له ښوونځي، پوهنتون او کانکور ازموينو محرومې کړې دي.
اوسمهال په افغانستان کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زدهکړو اجازه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان نجونو، نړيوالو بنسټونو او هېوادونو د طالبانو له حکومت په بار بار د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بیا پيل غوښتنه کړې.

