د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د هېواد ډېری وګړي لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو بېوسه دي او افغانستان له څو هممهالو بحرانونو سره مخ دی.
هغه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، بېړنۍ بشري مرستې د خلکو ژوند ژغوري، خو دوامدارې پراختیایي پروژې کولای شي خلکو ته د خپل راتلونکي د جوړولو زمینه برابره کړي.
ډي کرو، چې د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ د سوټان کلی ته یې سفر کړی، ویلي د دې لیدنې موخه دا وه چې له نږدې وګوري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پروژې څنګه له زیانمنو ټولنو سره د بحرانونو پر وړاندې د مقاومت او بیارغونې په برخه کې مرسته کوي.
د هغه په وینا، د تېر کال تر زلزلو وروسته د کورونو د بیارغونې، د لومړنیو خدمتونو د بېرته فعالولو او د خلکو د عایداتي سرچینو د احیا له امله د سوټان کلي اوسېدونکي توانېدلي چې خپل عادي ژوند ته ورو ورو بېرته ستانه شي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې یو جدي او محسوس واقعیت دی او د سېلابونو د مخنیوي، اوبو لګولو او کرنیزو پروژو پلي کول د طبیعي پېښو د زیانونو په کمولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.
د یادونې ده، د تېر کال په سنبلې میاشت کې پر ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ، زورورو زلزلو لسګونه کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل، چې تر ټولو ډېر زیان یې کونړ ولایت ته واړاوه.

