شنبه, اگست 1, 2026
Homeامنیتقالیباف: ایران جګړه ګټلې، خو د بریا د ټینګولو لپاره اوږدمهاله ثبات...

قالیباف: ایران جګړه ګټلې، خو د بریا د ټینګولو لپاره اوږدمهاله ثبات ته اړتیا لري

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، ایران جګړه ګټلې، خو اوس باید خپله بریا ټینګه او د هېواد اوږدمهاله ثبات خوندي کړي.

قالیباف د ایران د پارلمان د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي، د قوي ایران د جوړولو لپاره باید د ستر رهبر آیت‌الله علي خامنه‌یي اجرائیوي واک او ظرفیتونه پراخ شي.

نوموړي ټینګار کړی، ایراني چارواکي باید د هېواد راتلونکی پیاوړې کړي او خلکو ته د روښانه راتلونکي هیله ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت امریکا هم د ایران پر وړاندې د جګړې د بریا خبره کوي او ادعا کوي چې پر ایران برلاسې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here