شنبه, اگست 1, 2026
Homeسیاستسنټکام: ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري

سنټکام: ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګی یې تړلی او د نړیوالو بېړیو تګ راتګ یې درولی دی.

سنټکام په اېکس کې ویلي، د هرمز تنګی لا هم پرانیستی دی او ایران د دې نړیوالې سمندري لارې قانوني کنټرول نه لري.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګندیږي چې د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی و، د هرمز تنګی به «تر بلې خبرتیا او د امریکا د لاسوهنې تر پای پورې» تړلی وي او هېڅ بېړۍ ته به د تېرېدو اجازه ور نه کړي.

سنټکام ټینګار کړی چې په تېرو میاشتو کې سلګونه سوداګریزې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي او دغه نړیواله سمندري لاره لا هم د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیستې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here