په افغانستان کې سلګونو پاکستاني محصلینو له اسلاماباده غوښتي چې د تورخم لاره ورته پرانیزي، څو د اوړي رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته ستانه شي.
محصلینو په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلین غواړي پاکستان ته لاړ شي، خو د لارو د بندښت له امله په افغانستان کې پاتې دي. دوی ویلي، د رخصتیو تر پای مخکې غواړي له خپلو کورنیو سره وخت تېر کړي.
په ورته وخت، د محصلینو یوه ډله وایي چې ۱۰۹ محصلین له څلورو ورځو راهیسې د افغانستان په اړخ کې د تورخم دروازې ته نږدې بند ناست دي. د دوی د استازي په وینا، د طالبانو چارواکو د تېرېدو اجازه ورکړې، خو اوس د پاکستان حکومت اجازې ته انتظار باسي.
محصلینو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د تورخم له لارې د دوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

