شنبه, اگست 1, 2026
Homeامنیتداوړ: پاکستان کې استعماري چلند او خراب نظام دغه هېواد د نه...

داوړ: پاکستان کې استعماري چلند او خراب نظام دغه هېواد د نه جبرانېدونکي وضعیت پر لور بیایي

د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي، په پاکستان کې له محرومو او څنډه‌ییزو سیمو سره د حکومت استعماري چلند وضعیت داسې پړاو ته رسولی چې د جبران امکان یې ډېر کم شوی او هېواد له ژور سیاسي او اداري بحران سره مخ دی.

داوړ زیاته کړې، تر هغې چې په پاکستان کې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوی حکومت اصلي واک ونه لري او پرېکړې د پردې تر شا ځواکمنې کړۍ (په ځانګړي ډول پوځي اسټېبلېشمنټ) کوي، هېڅ حکومت به بریالی نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د هېواد د روانو ستونزو د حل لپاره یوازنۍ لار د یوه نوي ټولنیز تړون رامنځته کول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here