پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 3

نتنیاهو: د امریکا او اسرائیل په اړیکو کې د درز ادعاوې ناسمې دي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د خرابېدو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې له ډونالډ ټرمپ سره یې وروستۍ لیدنه د دواړو مشرانو ترمنځ «تر ټولو غوره» لیدنو وه.

نتنیاهو له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ځینې کسان هڅه کوي د امریکا او اسرائیل په اتحاد کې درز پیدا کړي، خو د هغه په وینا، د درز پر ځای به «د ګرانیټ ډبرې په څېر کلک دېوال» وویني چې د دواړو هېوادونو د پیاوړي اتحاد څرګندونه کوي.

هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او اسرائیل پر ګډ دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، دواړه هېوادونه نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، ځکه دا به د امریکا، د نړۍ د سولې او د اسرائیل د موجودیت لپاره ګواښ وي.

د هغه په خبره، دې موخې ته به یا د ډیپلوماسۍ له لارې او یا هم له نورو لارو ورسېږي.

د راپورونو له مخې، بنیامین نتنیاهو د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې اته ځله سپینې ماڼۍ ته تللی چې دا د هر بل بهرني مشر په پرتله تر ټولو ډېرې لیدنې بلل کېږي.

د طالبانو سفیر د جماعت اسلامي له مشر سره لیدلي او د پخواني مشر پر مړینه یې خواخوږي ښکاره کړې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د جماعت اسلامي له مشر حافظ نعیم الرحمن سره لیدلي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو، سوداګرۍ، سیمه‌ییزې سولې او امنیت په اړه یې خبرې کړې دي.

د جماعت اسلامي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حافظ نعیم الرحمن د افغانستان سوله او ثبات د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی چې د کابل او اسلام‌اباد پیاوړې اړیکې د سیمه‌ییز امنیت لپاره مهمې دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالب سفیر هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

سردار احمد شکیب د جماعت اسلامي د عمومي منشي امیرالعظیم د مړینې له امله د دغه ګوند له مشر سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

ایران: د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ۳۵۰ دولتي کارکوونکي وژل شوي

د ایران حکومت وایي، د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې، په پنځو میاشتو کې تر ۳۵۰ ډېر دولتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، دغه کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، په وژل شویو کسانو کې هغه انجنیران، د برېښنا کارکوونکي، ډاکټران او نرسان هم شامل دي چې د خلکو د خدمت لپاره یې کار کاوه.

مهاجراني د وژل شویو دولتي کارکوونکو د کورنیو سره د لیدنې پر مهال ویلي، حکومت د دغو کسانو قربانۍ ستایي او ځان د هغوی پوروړی ګڼي.

له برید وروسته د سعودي ارامکو شرکت د جازان د تېلو چاڼځای وتاړه

د سعودي د تېلو ستر شرکت ارامکو د یمن د حوثيانو له برید وروسته د جازان د تېلو چاڼځای تړلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه چاڼځای چې هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرلو تېلو د پروسس ظرفیت لري، د جولای په ۲۷مه د برید له امله وتړل شو.

راپورونه وایي، په برید کې د ګازو د پروسس یوه برخه او د تېلو د زېرمو ساحه زیانمنه شوې ده.

سعودي ارامکو ویلي چې د ترمیم چارې به بشپړې کړي او تمه ده چې چاڼځای د اګست تر ۱۵مې بېرته فعالیت پیل کړي.

د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سري ادعا کړې چې دوی په جازان او ینبع کې د سعودي ارامکو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د برید یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې په کې د جازان له چاڼځای
د لوګي پورته کېدل ښکاري.

اسرائیل: امریکايي الوتکو پر ایران د بریدونو لپاره زموږ هوايي اډې کارولې

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي، امریکايي جنګي الوتکو په وروستیو اوونیو کې د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د ترسره کولولپاره د دوی له هوايي اډو ګټه اخیستې ده.

کاتز له اسرائیلي ۱۴ چینل سره په خبرو کې ویلي، ایران پوهېږي چې امریکايي الوتکې او د سونګ رسونې الوتکې د بریدونو لپاره داسرائیل له خاورې پورته کېږي.

هغه ادعا کړې چې ایران د وروستیو نښتو پر مهال له اسرائیل پرته پر نورو هدفونو بریدونه کړي دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو له درېدو وروسته، په سیمه کې نسبيارامي رامنځته شوې ده. 

د راپورونو له مخې، د جولای میاشتې د کړکېچ له پراخېدو وروسته ایران خپل بریدونه تر ډېره پر اردن، بحرین او کوېټ متمرکز کړي وو.

په پغمان کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد

د ګلف ملي فدراسیون له لوري د کابل د پغمان ولسوالۍ د قرغې په سیمه کې د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو د لومړي پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې او د کابل ښار د بېلابېلو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پایله کې حشمت الله سروري لومړی، نور احمد فاضل دویم او محمد نادر درېیم مقام خپل کړ.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو له پای وروسته ۱۰ تنه ورزشکاران له کابل د ملي ټاکنیزو سیالیو بل پړاو ته لار وموندله.

ټاکل شوې چې د بامیان او هرات ولایتونو په کچه هم ورته ټاکنیزې سیالۍ ترسره شي، څو د کابل، بامیان او هرات د غوره لوبغاړو ترمنځ وروستۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ وشي او له هغې وروسته به د ګلف ملي لوبډلې وروستی جوړښت اعلان شي.

مجاهد: په یوه کال کې مو ۳۲ تاریخي ابدې رغولي او لسګونه رسنیو ته مو جوازونه ورکړي دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ۱۴۴۷ هجري سپوږمیز کال په ترڅ کې د دوی اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او د رسنیو د تنظیم په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

مجاهد ویلي، په دې موده کې ۳۲ تاریخي ابدې ترمیم او بیارغول شوي، ۴۴ لرغونې سیمې تثبیت او ثبت شوي، ۲۰۲ منقول لرغوني اثار ترمیم شوي او ۱۶۹۵ لرغوني اثار موزیمونو ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، د ۱۳۴ تاریخي اثارو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د رسنیو او فرهنګي بنسټونو د فعالیتونو د پراختیا په موخه هم په همدې موده کې ۱۶ راډیوګانو، یوې وېبپاڼې، پنځو چاپي رسنیو، دوو خبري اژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ فرهنګي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دغو اقداماتو موخه د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه او د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو د تنظیم او پراختیا هڅې بولي.

د رسنیو د پراختیا او پرمختګ په اړه ذبیح الله مجاهد داسې مهال څرګندونې کړي چې په افغانستان کې د بیان آزادۍ او رسنیز فعالیتونه تر بل هر وخت له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت: سیاسي شنونکي دې د دوی لاسته راوړنې او د پاکستان د پوځي ادارې کړنې رسنیزې کړي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي په هېواد کې له یو شمېر سیاسي شنونکو سره لیدلي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې له سیاسي شنونکو غوښتل شوي چې د زمري ۲۴مې «د طالبانو د حکومت پنځه کلن کېدو» د نمانځنې پر مهال د تېر شل کلن نظام او بهرنیو ځواکونو د کړنو په اړه خپرونې وړاندې کړي او همدارنګه په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو برخو کې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې خلکو ته ور وپېژني.

مهاجر فراهي همداراز له سیاسي شنونکو غوښتي چې په خپلو بحثونو کې د پاکستان د پوځي ادارې کړنې خلکو او نړیوالو ته بربنډې کړي.

بلوچستان نوشکي؛ د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو له امله بازار وتړل شو

0

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په غریب‌آباد سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، له لومړني برید وروسته د غریب‌آباد ترڅنګ په بدل کاریز، کلي فقیران او شاوخوا سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه وایي، د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د نوشکي بازار تړل شوی او په سیمه کې د خلکو تګ راتګ محدود شوی دی.

تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې یا احتمالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بدخشان د اطلاتو او کلتور رئیس د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح‌الله امیري نن سهار د ناپېژاندووسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، امیري نن سهار د دندې پر لور روان و چې د فیض‌آباد بهارک سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له برید سره مخشو.

د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ذبیح‌الله امیري وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې امنیتي پېښې ډېرې شوي او په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت یوشمېر مخالفو وسله والو هم سر راپورته کړی.