د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د خرابېدو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې له ډونالډ ټرمپ سره یې وروستۍ لیدنه د دواړو مشرانو ترمنځ «تر ټولو غوره» لیدنو وه.
نتنیاهو له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ځینې کسان هڅه کوي د امریکا او اسرائیل په اتحاد کې درز پیدا کړي، خو د هغه په وینا، د درز پر ځای به «د ګرانیټ ډبرې په څېر کلک دېوال» وویني چې د دواړو هېوادونو د پیاوړي اتحاد څرګندونه کوي.
هغه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او اسرائیل پر ګډ دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، دواړه هېوادونه نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، ځکه دا به د امریکا، د نړۍ د سولې او د اسرائیل د موجودیت لپاره ګواښ وي.
د هغه په خبره، دې موخې ته به یا د ډیپلوماسۍ له لارې او یا هم له نورو لارو ورسېږي.
د راپورونو له مخې، بنیامین نتنیاهو د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې اته ځله سپینې ماڼۍ ته تللی چې دا د هر بل بهرني مشر په پرتله تر ټولو ډېرې لیدنې بلل کېږي.

