د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په غریبآباد سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، له لومړني برید وروسته د غریبآباد ترڅنګ په بدل کاریز، کلي فقیران او شاوخوا سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
راپورونه وایي، د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د نوشکي بازار تړل شوی او په سیمه کې د خلکو تګ راتګ محدود شوی دی.
تر اوسه د دغو نښتو د مرګژوبلې یا احتمالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

