پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 2

امریکا: پر ایران مو د درنو بریدونو لړۍ بشپړه کړه

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي، امریکايي ځواکونو د ختیځ پر وخت سه شنبه د شپې ۸ بجې پر ایران پراخ پوځي بریدونه وکړل او د «درنو بریدونو» لړۍ یې بشپړه کړه.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د پرونیو ناکامو توغندیزو بریدونو د هڅو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو په ایران کې د سپاه‌پاسداران لسګونه هدفونه په نښه کړي چې په کې پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، ساحلي څارنیز او دفاعي مرکزونه او سمندري پوځي وړتیاوې شاملې دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي، په سیمه کې له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري لا هم د لوړې تیارسۍ په حالت کې دي او د هر ډول احتمالي پرمختګ لپاره چمتو دي.

د ټرمپ ادارې ګاوي ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو کنګل شوې بودیجه بېرته ازاده کړه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د نړۍ په بېوزلو هېوادونو کې د واکسین د ملاتړ نړیوال ائتلاف ګاوي (Gavi) ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو کنګل شوې بودیجه بېرته ازاده کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بودیجه ځکه ځنډول شوې وه چې د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر د هغو واکسینونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې چې تایمروسال (Thimerosal) لري.

راپور وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې واشنګټن به له ګاوي سره خپله مالي همکاري بېرته پیل کړي. ګاوي هم ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به د تایمروسال لرونکو واکسینونو کارول محدود کړي او له دې مادې پرته واکسینونو ته به لومړیتوب ورکړي.

د پارې لرونکي واکسینونه څه ډول واکسینونه دي؟

د «پارې واکسینونه» هغه واکسینونه نه دي چې په کې خالصه پاره کارول شوې وي، بلکې په ځینو څو-دوزي واکسینونو کې د تایمروسال په نوم یو محافظتي کیمیاوي ماده کارول کېږي.

تایمروسال د ایتیل پارې (Ethylmercury) یو مرکبه ماده ده چې د واکسین د ککړتیا د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او ګڼو علمي څېړنو ویلي چې په واکسینونو کې د تایمروسال کارول په معمول مقدار کې خوندي دي او د اوټیزم یا نورو ناروغیو سره یې د تړاو لپاره معتبر علمي شواهد نه دي موندل شوي.

د طالبانو حکومت: د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت د راپور له مخې، د هېواد د صادراتو کچه هم لوړه شوې او ارزښت یې یو میلیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۰.۹ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

د وزارت په وینا، افغانستان په دې موده کې تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره ترسره کړې ده.

محمود خان اڅکزي را روانه اګسټ میاشت کې د پښتنو جرګه رابللې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، په پاکستان کې د پښتنو ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی او د همدې وضعیت د ارزونې لپاره به د اګست په ۲۹مه، ۳۰مه او ۳۱مه په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا د پښتنو جرګه جوړه شي.

اڅکزي په یوه بیان کې ویلي، له ملګرو سره تر سلا مشورو وروسته ښايي د سپټمبر یا اکتوبر په میاشت کې د ټولو پښتنو یوه بله ستره جرګه هم راوبلل شي.

د طالبانو حکومت د سږني حج له لګښتونو هر حاجي ته پاتې پیسې یې ورکوي

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، د ۱۴۴۷ هجري سپوږمیز کال د حج له لګښتونو د هر افغان حاجي درې زره او ۲۲۳ افغانۍ پاتې شوي چې د بېرته ورکړې لړۍ به یې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شي.

د یاد وزارت سرپرست شیخ نور محمد ویلي، حاجیان کولی شي د تابعیت تذکرې یا پاسپورټ له رنګه کاپي سره د وزارت مرکزي دفتر یا په ولایتونو کې اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي او خپلې پاتې پیسې ترلاسه کړي.

نوموړي له حاجیانو وغوښتل چې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په ټاکلي وخت اړوندو دفترونو ته ورشي.

ټي‌ټي‌پي په سوات او هنګو کې د پاکستان ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې

تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا کړې چې د خیبر عملیاتو په دوام یې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد دوه جلا بریدونه ترسره کړي دي.

د دغې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوات د مټه او کبل ولسوالیو ترمنځ د شلخوسر په سیمه کې یې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) ځواکونو او د حکومت پلوې «امن کمېټې» له غړو سره نښته کړې ده.

ټي‌ټي‌پي ادعا کړې چې په دې نښته کې لس پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي او وسله‌والو څلور کلاشینکوفونه، یوه تومانچه، درې ګرځنده ټیلیفونونه او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

یادې ډلې همداراز ویلي چې د «امن کمېټې» غړی محمد کریم او زوی یې هم په دې نښته کې وژل شوي دي.

په ورته وخت، تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې چې د خیبر عملیاتو په دوام یې د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوه مرکز برید پیل کړی او دغه مرکز یې له څو لورو کلابند کړی دی.

ویل کیږي، په دې برید کې تر اوسه څلور پاکستاني پولیس ټپیان شوي او د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال هڅه کوي چې د پولیسو په مرکز کې مېشت ځواکونه تسلیمېدو ته اړ کړي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو د دغو ادعاوو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

پاکستان: د امنیتي ګواښونو له امله د بلوچستان په نوشکي کې درې ورځنی ګرځبندیز ولګېد

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله په نوشکي ولسوالۍ کې د درې ورځني ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د حکومت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو، دولتي تاسیساتو او د N-40 ملي لویې لارې د بریدونو ګواښونه او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

د خبرتیا له مخې، ګرځبندیز د جولای د ۲۸مې د شپې له ۸ بجو د جولای تر ۳۱مې د شپې تر ۸ بجو پورې نافذ دی.

په دې موده کې به د اړوندو چارواکو له اجازې پرته د خلکو تګ راتګ، عامه غونډې، لاریونونه او غیر ضروري سفرونه منع وي.

چارواکو ویلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې د بلوڅ ازادۍ‌ غوښتونکو له لوري د نورو بریدونو احتمال هم شته، له همدې امله دا محدودیتونه لګول شوي دي.

د بلوچستان حکومت زیاته کړې چې یوازې د بېړنیو خدمتونو، روغتیايي کارکوونکو، ژغورنې ځواکونو او نورو اړینو خدماتو پرسونل ته به د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

میر یار بلوچ له بلوڅانو او پښتنو سره د هند د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

د ازاد بلوجستان غورځنګ سیاسي فعال میر یار بلوچ د کارګل د بریا ورځې په مناسبت ویلي چې د هند او بلوچستان ترمنځ باید اړیکې او همکاري پیاوړې شي.

میر یار بلوچ په خپل پیغام کې ادعا کړې چې د ۱۹۹۹ز کال د کارګل جګړه د هند او د پاکستان د پوځ ترمنځ وه، نه د هند او د بلوچانو یا پښتنو ترمنځ.

هغه پر پاکستاني پوځ نیوکې کړي او ادعا یې کړې چې د کارګل جګړې پر مهال د وژل شویو پاکستاني سرتېرو د شمېر په اړه معلومات پټ شوي وو. نوموړي ویلي چې ورته کړنې اوس په بلوچستان کې هم روانې دي.

میر یار بلوچ له هند غوښتي چې له بلوچستان، سند، ګلګت-بلتستان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پښتونستان له استازو سره اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې همکاري زیاته کړي.

هغه ټینګار کړی چې د بلوچستان راتلونکی نسل به د دې سیمې د پرمختګ لپاره د بېلابېلو برخو مسلکي کسان وروزي.

حوثیان: د سعودي یوه کشفي بې‌پیلوټه الوتکه مو نسکوره کړې

د یمن حوثي ډلې ادعا کړې چې د صعده ولایت په فضا یې د سعودي عربستان یوه کشفي بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د «کرایل» (Karayel) ډوله بې‌پیلوټه الوتکه هغه مهال په نښه شوې چې د صعده ولایت په هوايي حریم کې یې د دوی په وینا «دښمنانه فعالیتونه» ترسره کول.

یحیی سري ویلي، دغه الوتکه د «مناسبې وسلې» په وسیله ویشتل شوې او حوثیان به د هېواد د حاکمیت د دفاع او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې خپل غبرګون ته دوام ورکړي.

تر اوسه سعودي عربستان د حوثیانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خو په دې وروستیو کې د یاد هېواد پر وړاندې د حوثي ډلې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.

د زمري اوومه؛ افغانان د ملي بیرغ ورځ لمانځي، خو هېواد کې د درې رنګه بیرغ کارول محدود شوي

نن د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ ورځې په نوم لمانځل کېږي. که څه هم د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د پخواني درې رنګه ملي بیرغ کارول محدود شوي، خو له هېواده بهر یو شمېر افغانان لا هم دا ورځ لمانځي او درې رنګه بیرغ د خپل ملي هویت نښه بولي.

په ورته وخت، په هېواد دننه هم ډېری افغانان درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه ارزښتناک ګڼي او ورسره خپل تړاو څرګندوي.

د افغانستان د ملي بیرغ ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې د نمانځلو په درشل کې اعلان شوه. له همغه وخت راهیسې به هر کال د زمري اوومه په هېواد کې د ملي بیرغ د ورځې په توګه د رسمي مراسمو، غونډو او پروګرامونو له لارې نمانځل کېده.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د پخواني حکومت درې رنګه بیرغ په رسمي ادارو کې ځای له لاسه ورکړ او د طالبانو سپین بیرغ د هغوی له لوري د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه وکارول شو.

د بشري حقونو ځینو بنسټونو او فعالانو په تېرو کلونو کې راپور ورکړی چې د درې رنګه بیرغ د پورته کولو یا کارولو له امله ځینې کسان له فشارونو او نیولو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت بیا د بیرغ او ملي نښو په اړه خپل دریځ لري.