د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي، امریکايي جنګي الوتکو په وروستیو اوونیو کې د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د ترسره کولولپاره د دوی له هوايي اډو ګټه اخیستې ده.
کاتز له اسرائیلي ۱۴ چینل سره په خبرو کې ویلي، ایران پوهېږي چې امریکايي الوتکې او د سونګ رسونې الوتکې د بریدونو لپاره داسرائیل له خاورې پورته کېږي.
هغه ادعا کړې چې ایران د وروستیو نښتو پر مهال له اسرائیل پرته پر نورو هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیل د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو له درېدو وروسته، په سیمه کې نسبيارامي رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د جولای میاشتې د کړکېچ له پراخېدو وروسته ایران خپل بریدونه تر ډېره پر اردن، بحرین او کوېټ متمرکز کړي وو.

