په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د جماعت اسلامي له مشر حافظ نعیم الرحمن سره لیدلي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو، سوداګرۍ، سیمهییزې سولې او امنیت په اړه یې خبرې کړې دي.
د جماعت اسلامي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حافظ نعیم الرحمن د افغانستان سوله او ثبات د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی چې د کابل او اسلاماباد پیاوړې اړیکې د سیمهییز امنیت لپاره مهمې دي.
د خبرپاڼې له مخې، طالب سفیر هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
سردار احمد شکیب د جماعت اسلامي د عمومي منشي امیرالعظیم د مړینې له امله د دغه ګوند له مشر سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

