پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 3

د طالبانو حکومت:د ۱۴۰۵ کانکور ازموینې لپاره ۱۲۰ زره زده‌کوونکو نوم‌لیکنه کړې

د طالبانو حکومت د ازموینو ادارې مرستیال رحیم الله حقاني ویلي چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې لپاره ټولټال ۱۲۰ زره د دولسم ټولګي فارغانو نوم‌لیکنه کړې ده، او دغه ازموینه به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي.

هغه نن (پنجشنبه) په کابل کې د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې د ازموینې لومړی پړاو په ۱۵ ولایتونو او دویم پړاو په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کانکور بهیر د ټاکل شوي مهالوېش له مخې روان دی او پاتې پړاوونه به هم په منظم ډول ترسره شي، څو ټولو نوماندانو ته د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د داخلېدو فرصت برابر شي.

فايننشل ټايمز:ټرمپ او نتنياهو د ۱۹۸۲ کال د بېروت کړکېچ ته ورته حالت تکراروي

د بریتانیا ورځپاڼې فايننشل ټايمز په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د ۱۹۸۲ کال د بېروت د جګړې پر مهال د امریکا او اسرائیل د مشرانو تر منځ رامنځته شوي اختلافات یادوي.

د راپور له مخې، د لبنان په جنوب او د بېروت په څنډو کې د اسرائیلو پوځي عملیاتو د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ سیاسي اختلافات زیات کړي دي.

ویل کېږي، ټرمپ د یوې تلیفوني اړیکې پر مهال پر نتنياهو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د پوځي بریدونو دوام کولی شي د اسرائیل نړیوال دریځ او روانې ډیپلوماټیکې هڅې زیانمنې کړي.

فايننشل ټايمز لیکي چې دغه وضعیت د ۱۹۸۲ کال هغه پېښو ته ورته دی، کله چې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن د لبنان د جګړې پر مهال د اسرائیل له هغه وخت لومړي وزیر مناخیم بېګن څخه د بېروت د بمبارۍ د درولو غوښتنه کړې وه.

راپور زیاتوي چې که څه هم د سیمې سیاسي شرایط د تېرو لسیزو په پرتله بدل شوي؛ خو د لبنان په اړه د اسرائیل پوځي تګلاره او د امریکا اندېښنې لا هم د پخوانیو تجربو انعکاس ښيي.

افغان کرېکټ بورډ؛د سریلنکا او هند الف پر وړاندې سیالیو ته د افغان ابداليانو ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلنکا په کوربتوب د روانې جون میاشتې له نهمې نېټې پیلېدونکو درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په دې سیالیو کې به افغان ابدالیان د سریلنکا الف او هند الف لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

د اعلان شوي نوملړ له مخې، لوبډله د عمران میر په لوبډلمشرۍ میدان ته ښکته کېږي.

په لوبډله کې حسن عیس‌خیل، خالد تڼي‌وال، اعجاز احمدزی، بهیر شاه، فیصل خان، فرمان صافي، شمس‌الرحمن، نورالرحمن، اسحاق رحیمي، خلیل ګربز، ظاهر پکتین، فریدون داودزی، محمد ابراهیم او عبدالله احمدزی هم شامل دي.

محمود خان اڅکزی:په افغانستان کې هر ډول پوځي مداخله به د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سياستوال محمود خان اڅکزی وايي، په افغانستان کې د هر ډول نوې پوځي مداخلې پایلې به یوازې د دغه هېواد تر پولو محدودې نه وي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات به ژور اغېز وکړي.

نوموړي د بلوچستان سترې محکمې په ودانۍ کې وکیلانو ته د وینا پر مهال ویلي، افغانستان د اسیا د امنیت او ثبات مهم محور دی او د دغه هېواد بې‌ثباتي د سیمې نورو هېوادونو ته هم ستونزې زېږولای شي.

هغه د علامه اقبال د مشهورې وینا په یادولو سره وویل چې که اسیا یو بدن وي؛ نو افغانستان یې زړه دی؛ د زړه ناارامي د ټول بدن پر وضعیت اغېز کوي.

اڅکزي د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړې غونډه جوړه شي، څو د افغانستان اړوند مسایل د خبرو او تفاهم له لارې وڅېړل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان په اړه د پوځي ائتلافونو او لښکرو د جوړولو هڅې به مطلوبه پایله ورنه کړي.

د نوموړي په وینا، «کېدای شي کابل په لنډ وخت کې ونیول شي، خو له افغانستانه وتل او هلته د اوږدمهاله نفوذ ساتل اسانه کار نه دی.»

اڅکزي د تاریخ بېلګې هم وړاندې کړې او ویې ویل چې پخوا برېتانیا، شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلود؛ خو هېڅ یوه ونه توانېده چې په دغه هېواد کې خپل نفوذ په اسانه او دوامداره توګه وساتي.

اسرائیلي بریدونو؛غزه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي

راپورونه وايي، اسرائیلي ځواکونو تېره شپه د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي.

همداراز په دغو بریدونو کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او روغتیايي سرچینو د ځینو ټپیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی.

ویل کېږي چې اسرائیلي الوتکو د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه څلور هوايي بریدونه ترسره کړي او د استوګنې ځینې ودانۍ یې په نښه کړې دي.

کیم جونګ اون:د شمالي کوریا اټومي پروګرام باید نور هم پراخ شي

‏راپورونه وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د اټومي موادو د تولید له یوې نوې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د هېواد د اټومي وسلو د پروګرام د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، کېم جونګ اون د فابریکې د بېلابېلو برخو له کتنې وروسته مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د اټومي موادو د تولید بهیر لا پیاوړی کړي او د تولید ظرفیتونه لوړ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د اټومي صنعت پراختیا بنسټیز اهمیت لري.

هغه ویلي چې په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې شمالي کوریا اړتیا لري خپلې ستراتیژیکې وړتیاوې لا پیاوړې کړي، څو د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د مخنیوي ځواک وساتي.

د ده په وینا، د اټومي موادو تولید او د اړوندو ټکنالوژیو پرمختګ باید په دوامداره توګه تعقیب شي.

د ايټاليا لومړۍ وزيره:د درېیو افغانانو د سوځولو پېښې سخت ټکان راکړ

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجيا ملوني په دغه هېواد کې د درېیو افغانانو او یو پاکستاني د ژوندي سوځولو د پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې وحشتناک جنایت بللی دی.

ملوني په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دې پېښې سخت ټکان ورکړی او ټینګار یې کړی چې د پېښې ټول جزئیات او اړخونه باید په بشپړه توګه وڅېړل شي، څو حقیقت روښانه او مسؤل کسان عدالت ته وسپارل شي.

نوموړې زیاته کړې چې د داسې تاوتریخوالي او بې‌رحمۍ لپاره هېڅ توجیه نشته او د قانون پلي کوونکي بنسټونه باید د عاملینو د محاکمې لپاره لازم اقدامات وکړي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې د قربانیانو له کورنیو سره هم خپله خواخوږي څرګنده کړې او د هغوی د درد په دې سخت وخت کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د امریکا استازو جرګې؛له ایران سره د جګړې د پراخېدو د مخنیوي پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د امریکا استازو جرګې، چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت لري، یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې موخه یې له ایران سره د امریکا د پوځي ښکېلتیا د پراخېدو مخنیوی بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه‌لیک د ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو.

په رایه‌اچونه کې څلورو جمهوري غوښتونکو استازو هم د ډیموکراتانو ترڅنګ د طرحې ملاتړ وکړ.

دا اقدام د امریکا په کانګرس کې د ایران سره د احتمالي پوځي شخړې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو څرګندونه ګڼل کېږي، او ښيي چې ځینې جمهوري غوښتونکي غړي هم د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.

د پرېکړه‌لیک له مخې، له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتل شوي چې امریکايي ځواکونه له ایران څخه وباسي، مګر هغه مهال چې د امريکا کانګرس په رسمي ډول د جګړې اعلان وکړي یا د پوځي ځواک کارولو ته اجازه ورکړي.

پاکستان:په افغانستان کې پاتې پرمختللې وسلې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

پاکستان په افغانستان کې د پاتې شویو پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې د خپل امنیت لپاره ستر خطر بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ سلاکار سيد عاطف رضا د «کوچنیو او سپکو وسلو په اړه د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام» د غړو هېوادونو نهمې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې موجودې پرمختللې وسلې او تجهیزات نه یوازې پاکستان، بلکې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو ته هم احتمالي ګواښ پېښوي.

هغه ویلي، دا وسلې او پوځي تجهیزات ښايي د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي او د دغو ډلو پوځي او عملیاتي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د نوموړي په وینا، د وسلو غیرقانوني لېږد او خپرېدل د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ننګونه ده.

سید عاطف رضا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وسلو د خپرېدو او ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره ګډ او اغېزمن اقدامات وکړي، څو د ترهګرو او ناقانونه وسله‌والو ډلو لاسرسی ورته محدود شي.

مارکو روبيو:ټرمپ به په ترکیه کې د ناټو د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو تایید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جولای په میاشت کې په ترکیه کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

روبیو ویلي: «زما په اند د جولای په میاشت کې د ناټو او ترکیې راتلونکې غونډه ښايي د ناټو په تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه وي، ځکه ځینې داسې موضوعات شته چې باید روښانه او اصلاح شي.»

هغه زیاته کړې: «ولسمشر به خپله هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.»