پاکستان په افغانستان کې د پاتې شویو پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې د خپل امنیت لپاره ستر خطر بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ سلاکار سيد عاطف رضا د «کوچنیو او سپکو وسلو په اړه د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام» د غړو هېوادونو نهمې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې موجودې پرمختللې وسلې او تجهیزات نه یوازې پاکستان، بلکې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو ته هم احتمالي ګواښ پېښوي.
هغه ویلي، دا وسلې او پوځي تجهیزات ښايي د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي او د دغو ډلو پوځي او عملیاتي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.
د نوموړي په وینا، د وسلو غیرقانوني لېږد او خپرېدل د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جدي ننګونه ده.
سید عاطف رضا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وسلو د خپرېدو او ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره ګډ او اغېزمن اقدامات وکړي، څو د ترهګرو او ناقانونه وسلهوالو ډلو لاسرسی ورته محدود شي.

