پنجشنبه, جون 4, 2026
Homeافغانستانمحمود خان اڅکزی:په افغانستان کې هر ډول پوځي مداخله به د سیمې...

محمود خان اڅکزی:په افغانستان کې هر ډول پوځي مداخله به د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سياستوال محمود خان اڅکزی وايي، په افغانستان کې د هر ډول نوې پوځي مداخلې پایلې به یوازې د دغه هېواد تر پولو محدودې نه وي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات به ژور اغېز وکړي.

نوموړي د بلوچستان سترې محکمې په ودانۍ کې وکیلانو ته د وینا پر مهال ویلي، افغانستان د اسیا د امنیت او ثبات مهم محور دی او د دغه هېواد بې‌ثباتي د سیمې نورو هېوادونو ته هم ستونزې زېږولای شي.

هغه د علامه اقبال د مشهورې وینا په یادولو سره وویل چې که اسیا یو بدن وي؛ نو افغانستان یې زړه دی؛ د زړه ناارامي د ټول بدن پر وضعیت اغېز کوي.

اڅکزي د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړې غونډه جوړه شي، څو د افغانستان اړوند مسایل د خبرو او تفاهم له لارې وڅېړل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان په اړه د پوځي ائتلافونو او لښکرو د جوړولو هڅې به مطلوبه پایله ورنه کړي.

د نوموړي په وینا، «کېدای شي کابل په لنډ وخت کې ونیول شي، خو له افغانستانه وتل او هلته د اوږدمهاله نفوذ ساتل اسانه کار نه دی.»

اڅکزي د تاریخ بېلګې هم وړاندې کړې او ویې ویل چې پخوا برېتانیا، شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلود؛ خو هېڅ یوه ونه توانېده چې په دغه هېواد کې خپل نفوذ په اسانه او دوامداره توګه وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here