پنجشنبه, جون 4, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د ۱۴۰۵ کانکور ازموینې لپاره ۱۲۰ زره زده‌کوونکو نوم‌لیکنه کړې

د طالبانو حکومت:د ۱۴۰۵ کانکور ازموینې لپاره ۱۲۰ زره زده‌کوونکو نوم‌لیکنه کړې

د طالبانو حکومت د ازموینو ادارې مرستیال رحیم الله حقاني ویلي چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې لپاره ټولټال ۱۲۰ زره د دولسم ټولګي فارغانو نوم‌لیکنه کړې ده، او دغه ازموینه به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي.

هغه نن (پنجشنبه) په کابل کې د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې د ازموینې لومړی پړاو په ۱۵ ولایتونو او دویم پړاو په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کانکور بهیر د ټاکل شوي مهالوېش له مخې روان دی او پاتې پړاوونه به هم په منظم ډول ترسره شي، څو ټولو نوماندانو ته د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته د داخلېدو فرصت برابر شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here