د افغانستان ملي لوبډلې ستوري او د نړۍ جادوګر توپ اچوونکي راشد خان ننګرهار کې کورنیو لېسټ اې لوبو ته د مینه والو له ورتګ مننه کړې او ویلي یې دي د ننګرهار په دې ګرم موسم کې د دومره مینه والو راتګ له خپل هېواد، د هېواد له ملي لوبډلې او لوبغاړو سره د بې کچې مینې ښکارندویي کوي.
ګوګلي ماسټر په خپله فېسبوک پاڼه سپین غر لوبډلې او مینه والو ته یې په لېسټ اې لوبو کې د نننۍ اتلولۍ او په ټوله کې افغانستان ته په بریالۍ توګه د دغو سترو سیالیو د ترسره کېدو مبارکي ویلې.
ښاغلي خان همداراز له مینه والو ځانګړې مننه کړې چې په هر حالت کې د خپلو لوبغاړو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.
نوموړي هیله ښودلې چې د شپږیزې راتلونکې لوبې به هم په همدې لوبغالي کې او د همداسې زرګونو مینه والو په شور او ولولو کې ترسره شي.

