روسیې ویلي، د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د یوې مهمې سیمه ییزې پروژې په اړه تخنیکي او اقتصادي ارزونې لا هم روانې دي.
دا پروژه به د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.
د راپورونو له مخې، مسکو او تاشکند د «ټرانس افغان» په نوم د دې پروژې پر پرمختګ خبرې کوي او هڅه کوي د عملي کېدو لپاره یې لازمې تخنیکي چارې بشپړې کړي.
ټاکل شوې دا رېل پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار د مزار شریف او کابل له لارې تر پېښوره وغځېږي، چې په بشپړېدو سره به د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوې او لنډه لاره برابره کړي.
کارپوهان باور لري چې د دې دهلېز جوړېدل به افغانستان د سیمې د ترانزیټي اتصال په یوه مهم مرکز بدل کړي او د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او روسیې ترمنځ به د توکو د لېږد بهیر چټک او ارزانه کړي.


