پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog

اشرف غني:آیت‌الله شیخ محمد اسحاق فیاض د شیعه نړۍ مخکښ دیني مرجع و

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د شیعه ټولنې د ستر دیني عالم آیت الله شیخ محمد اسحاق فیاض پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي غني ویلي، مرحوم فیاض چې د افغانستان اصلي اوسېدونکی و، د خپل ژوند ډېره برخه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس او څېړنه تېره کړه او د شیعه مسلمانانو له مخکښو مراجعو څخه و.

نوموړي د مرحوم کورنۍ او پلویانو ته تسلیت ویلی او د هغه روح ته یې د مغفرت دعا کړې ده.

نعیم قاسم:له اسرائیل سره خبرې اترې شرموونکې دي

د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ویلي چې له اسرائیل سره مذاکرات شرموونکي دي او تر هغه وخته چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په خاوره کې حضور ولري، مقاومت به دوام وکړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د اسرائیل حکومت هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل، د سیاست له لارې به یې هم ترلاسه نه کړي.

نعیم قاسم ویلي چې د لبنان د خاورې اشغال د مقاومت د دوام اساسي لامل دی او تر هغو چې اسرائیلي ځواکونه له اشغال شویو سیمو ونه وځي، د مقاومت دریځ به بدل نه شي.

هغه زیاته کړې چې د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د مقاومت بنسټیز هدف دی او د اسرائیل پر وړاندې به د مقابلې تګلاره دوام ومومي.

راشد خان: افغانان له خپل هېواد، د کرکټ لوبډلې او لوبغاړو سره بې کچې مینه لري

د افغانستان ملي لوبډلې ستوري او د نړۍ جادوګر توپ اچوونکي راشد خان ننګرهار کې کورنیو لېسټ اې لوبو ته د مینه والو له ورتګ مننه کړې او ویلي یې دي د ننګرهار په دې ګرم موسم کې د دومره مینه والو راتګ له خپل هېواد، د هېواد له ملي لوبډلې او لوبغاړو سره د بې کچې مینې ښکارندویي کوي.

ګوګلي ماسټر په خپله فېسبوک پاڼه سپین غر لوبډلې او مینه والو ته یې په لېسټ اې لوبو کې د نننۍ اتلولۍ او په ټوله کې افغانستان ته په بریالۍ توګه د دغو سترو سیالیو د ترسره کېدو مبارکي ویلې.

ښاغلي خان همداراز له مینه والو ځانګړې مننه کړې چې په هر حالت کې د خپلو لوبغاړو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې د شپږیزې راتلونکې لوبې به هم په همدې لوبغالي کې او د همداسې زرګونو مینه والو په شور او ولولو کې ترسره شي.

د زاهد شېرازد؛په نوم یو افغان ځوان د کاناډا کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې

د زاهد شېرازد په نوم په کاناډا کې یو افغان د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه.

نوموړی د آی سي سي د ۲۰۲۷ کال یو ورځني نړیوال جام لپاره د لیګ ټو سیالیو کې د کاناډا ملي لوبډلې ته غوره شوی.

د لیګ ټو سیالۍ د کوالیفایر لوبو ته د رسېدو لپاره ترسره کیږي او د دې لیګ مخکښې لوبډلې بیا د نړیوال جام د وروستي کوالیفایر پړاو ته لار مومي چیرې چې به د نړیوال جام اصلي سیالیو ته د لارموندنې لپاره لوبې کوي.

په همدې حال کې افغان الاصله کاناډایي زاهد شېرازد دا مهال د کاناډا په ټورنټو ښار کې اوسیږي او د کرکټ په بېلابېلو ټورنمټونو کې لوبیږي.

نوموړی همداراز د افغانستان د شپږیزې لیګ په اووم پړاو سیالیو کې هم لوبېدلی خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کاناډا ته کډوال شو.

رويټرز:د چین کمزورې تقاضا د ایران او روسیې د نفتو بیې راټیټې کړې

د چین له لوري د نفتو د تقاضا د کمېدو له امله د ایران او روسیې د خامو نفتو بیې راښکته شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، سوداګرو د چینایي پېرېدونکو د جذب لپاره د نفتو بیې کمې کړې، ځکه چې په بازار کې تقاضا کمزورې شوې ده.

راپور وایي چې د ایران د «ایراني لایټ» خام نفت اوس د برېنټ نفتو د نړیوال معیار په پرتله له ۵۰ سنټو څخه تر یو ډالر پورې په تخفیف پلورل کېږي، حال دا چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له یو څخه تر دوو ډالرو پورې اضافه بیه لرله.

همداراز د روسیې د «ESPO» خامو نفتو بیې هم راټیټې شوې دي او اوس د برېنټ نفتو په پرتله له درېیو تر څلورو ډالرو پورې اضافه بیه لري، چې د تېرې میاشتې په پرتله کمه ده.

د انرژۍ د څېړنیزې ادارې «کپلر» شنونکي شو مویو ویلي چې چینایي پېرېدونکي د نفتو د اخیستلو بیړه نه کوي، ځکه د نفتو بیې لا هم د هغو خپلواکو تصفیه خانو لپاره لوړې دي چې له مالي زیانونو سره مخ دي.

د هغه په خبره، دغو تصفیه خانو خپل تولید هم کم کړی چې له امله یې تقاضا نوره هم راکمه شوې ده.

د کپلر د معلوماتو له مخې، چین د مې میاشتې په جریان کې هره ورځ شاوخوا ۱.۱ میلیونه بېرله ایراني خام نفت وارد کړي، چې دا د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

په همدې موده کې د روسیې د نفتو واردات هم ۱.۰۴ میلیونه بېرله ورځني ته راټیټ شوي دي.

سره له دې چې د ایران د نفتو صادرات په بې‌ساري ډول کم شوي، بیا هم د بیو کمښت دوام لري.

راپور زیاتوي چې د ایران د خامو نفتو صادرات د مې په میاشت کې هره ورځ ۲۶۰ زره بېرلو ته راټیټ شوي، چې د تېر کال د اوسط صادراتو له پنځمې برخې څخه هم کم دي.

د قطر په ملاتړ ۷۴ افغان زده کړیالان د امریکا له پوهنتونونو فارغ شول

د قطر په ملاتړ ۷۴ افغان زده کړیالانو د امریکا له ۲۷ بېلابېلو پوهنتونونو خپلې لوړې زده ‌کړې بشپړې کړې.

د راپورونو له مخې، دغو زده کړیالانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته د «افغانانو لپاره د قطر بورس» پروګرام په ملاتړ له امریکایي پوهنتونونو زده کړې پیل کړې وې.

د «افغانانو لپاره د قطر بورس» پروګرام د هغو افغان زده‌ کوونکو او زده کړیالانو د ملاتړ لپاره جوړ شوی چې زده‌ کړې یې د وروستیو سیاسي بدلونونو او بحرانونو له امله له خنډ سره مخ شوې وې.

د دې پروګرام له لارې تر اوسه ۴۲۶ افغان زده کړیالانو ته د امریکا په پوهنتونونو کې د زده‌ کړو زمینه برابره شوې ده.

العربيه:د ایران د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د خوشې کولو په اړه خبرې روانې دي

العربیه د یوې باخبره سرچینې له قوله ويلي، چې د ایران د کنګل شویو مالي شتمنیو د یوې برخې د خوشې کولو لپاره د یوه میکانیزم په اړه خبرې اترې روانې دي.

سرچینې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي؛ خو اصلي خنډ لا هم د ایران د کنګل شویو پیسو د مدیریت او خوشې کولو څرنګوالی دی.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځګړو ته ویلي چې تر هغې به ایران ته هېڅ مالي سرچینه خوشې نه شي، څو چې وروستۍ هوکړه لاسلیک شوې نه وي.

سرچینې زیاته کړې چې اوس مهال د یوه ځانګړي مالي صندوق د جوړولو طرحه تر بحث لاندې ده، ترڅو د ایران کنګل شوې شتمنۍ پکې وساتل شي او د احتمالي هوکړې له مخې مدیریت شي.

ریچارډ بېنټ: افعانه سمیرا نوا د نورو ښځو لپاره الهام او بېلګه ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو کلتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ربچارډ بېنټ د ډنمارک د انرژۍ وزیرې په توګه سمیرا نوا ته د ټاکل کېدو مبارکي ویلې.

ښاغلي بېنټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«افغان الاصله سمیرا نوا ته د ډنمارک هېواد د اقلیم، انرژۍ او عامه خدماتو د وزیرې په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وایم.»

بېنټ ټینګار کړی چې د سمیرا نوا ټاکل کېدل په عامه ژوند کې د ښځو د برابر ګډون د ارزښت ښکارندویي کوي او دا ثابتوي چې ټولنه له ټول ګډونه مشارکت او رهبرۍ څومره اغېزناکه ګټه ترلاسه کوي.

ریچازډ بېنټ همداراز سمیرا نوا د نورو ښځو او نجونو لپاره الهام او بېلګه بللې ده.

سپین غر زون لوبډلې؛د نهم پړاو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

سپین غر زون لوبدلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لېسټ اې یو ورځنیو لوبو په پای لوبه کې آمو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سپین غر لوبډلې لپاره عرب ګل مومند درې، ظاهر خان، عصمت علم او محمد ابراهیم دوه- دوه او زبید اکبري یوه وېکټه ترلاسه کړه او له ۲۷۸ منډو هدف یې بریالۍ دفاع وکړه.

د پایلوبې پچه سپین غر ګټلې وه او خپله یې د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د دروېش رسولي ۱۰۱ او عصمت علم ۱۰۰ ډېرو منډو پر مټ یې سیالې آمو زون لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

د آمو لوبډلې لپاره توپ اچوونه کې ګلبدین نایب ۵، فضل الحق فاروقي او جاوېد سعیدي یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

خو یادې لوبډلې ونه شول کولی هدف پوره کړي، په ۳۸ اوورونو کې یې یوازې ۱۹۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل چې لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر له لاسه ورکړه.

په همدې حال کې د کورنیو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پسې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلیږي خو تراوسه یې د پیل نېټه او د لوبو مهالوېش نه دی په ډاګه شوی.

د هرات د مالګې کان؛په ۲۰ میلیونه ۴۵ زره ډالرو د رېډ ګولډ آسیا شرکت ته ورکړل شو

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د مالګې کان رېډ ګولډ آسیا شرکت ته ورکړ.

دغه وزارت نن پنجشنبه(غبرګولي ۱۴مه) د غوریانو د مالګې کان د دویم بلاک تړون چې ۹.۷ کیلو مټره مربع مساحت لري له رېډ ګولډ آسیا کان کېندنې شرکت سره د ۲۰ میلیونه ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.

د دغې تړون له لارې به شاوخوا سلو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپل حکومت له پیل راهیسې په لسګونه کانونه بېلابېلو شرکتونه ته ورکړي او د حکومت د عوایدو لویه برخه یې هم د کانونو د کېندنې او خرڅلاو له لارې تامینیږي.