راپورونه وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د اټومي موادو د تولید له یوې نوې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د هېواد د اټومي وسلو د پروګرام د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، کېم جونګ اون د فابریکې د بېلابېلو برخو له کتنې وروسته مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د اټومي موادو د تولید بهیر لا پیاوړی کړي او د تولید ظرفیتونه لوړ کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د اټومي صنعت پراختیا بنسټیز اهمیت لري.
هغه ویلي چې په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې شمالي کوریا اړتیا لري خپلې ستراتیژیکې وړتیاوې لا پیاوړې کړي، څو د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د مخنیوي ځواک وساتي.
د ده په وینا، د اټومي موادو تولید او د اړوندو ټکنالوژیو پرمختګ باید په دوامداره توګه تعقیب شي.

