د زاهد شېرازد په نوم په کاناډا کې یو افغان د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه.
نوموړی د آی سي سي د ۲۰۲۷ کال یو ورځني نړیوال جام لپاره د لیګ ټو سیالیو کې د کاناډا ملي لوبډلې ته غوره شوی.
د لیګ ټو سیالۍ د کوالیفایر لوبو ته د رسېدو لپاره ترسره کیږي او د دې لیګ مخکښې لوبډلې بیا د نړیوال جام د وروستي کوالیفایر پړاو ته لار مومي چیرې چې به د نړیوال جام اصلي سیالیو ته د لارموندنې لپاره لوبې کوي.
په همدې حال کې افغان الاصله کاناډایي زاهد شېرازد دا مهال د کاناډا په ټورنټو ښار کې اوسیږي او د کرکټ په بېلابېلو ټورنمټونو کې لوبیږي.
نوموړی همداراز د افغانستان د شپږیزې لیګ په اووم پړاو سیالیو کې هم لوبېدلی خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کاناډا ته کډوال شو.

