د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلنکا په کوربتوب د روانې جون میاشتې له نهمې نېټې پیلېدونکو درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
په دې سیالیو کې به افغان ابدالیان د سریلنکا الف او هند الف لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
د اعلان شوي نوملړ له مخې، لوبډله د عمران میر په لوبډلمشرۍ میدان ته ښکته کېږي.
په لوبډله کې حسن عیسخیل، خالد تڼيوال، اعجاز احمدزی، بهیر شاه، فیصل خان، فرمان صافي، شمسالرحمن، نورالرحمن، اسحاق رحیمي، خلیل ګربز، ظاهر پکتین، فریدون داودزی، محمد ابراهیم او عبدالله احمدزی هم شامل دي.

