پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 2

د بریټانیا لومړی وزیر؛له لسګونو استازو سره د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هند ته تللی

0

د برېټانیا لومړي وزیر، کې‌یر سټارمر، د چهارشنبې په ورځ هند ته خپل دوه‌ورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، له هغه سره د سوداګرۍ، کلتور او لوړو زده‌ کړو له برخو څخه له سلو څخه زیات استازي ملګري دي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د نوې لاسلیک شوې سوداګریزې هوکړې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

برېټانیا او هند د جولای په میاشت کې، د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د لندن د سفر پر مهال، د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی و.

دغه تړون به د ټوکر، موټرو او نورو صنعتي توکو پر ګمرکي تعرفو د کمښت ترڅنګ، شرکتونو ته د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د پراخې همکارۍ او پانګونې فرصتونه برابر کړي.

انتونیو ګو‌ترېش:په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه سیسټماټيک لرې کول په ویرونکي ډول روان دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه سیسټماټيک لرې کول په ویرونکي ډول روان دي.

هغه ویلي، د جنسي تاوتریخوالي او د میندو د مړینې کچه لوړه شوې ده، او ښځې او نجونې له زده‌کړې، روغتیا او عدالت څخه بې‌برخې شوې دي.

ګو‌ترېش د ښځو د رول په مشرتوب او سوله کې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ټوله نړۍ کې د جنسي تاوتریخوالي او وسله‌والو شخړو کچه لوړه شوې ده.

نوموړي د فلسطین د ښځو په وضعیت هم اندېښنه ښودلې.

ګوترېش یو ځل بیا طالبان هغه کسان بللي چې د خپلو فرمانونو له لارې د ښځو ژوند محدودوي.

هند او د سیمې هېوادونو؛د امریکا له لورې د بګرام اډې د بېرته نیولو پلان رد کړ

هند، روسیې، چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو په ګډه د امریکا هغه پلان رد کړی چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

دا دریځ د مسکو فارمټ د اوومې ناستې له پای وروسته په ګډه اعلامیه کې څرګند شو.

ګډونوالو هېوادونو ټینګار کړی چې د بهرنیو پوځونو د ځای پر ځای کولو هر ډول هڅې د منلو وړ نه دي او د سیمې د سولې او ثبات په زیان دي.

په غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د یادونې ده چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي، خو د طالبانو حکومت دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني ځواک د پوځي فعالیت اجازه ور نه کړي.

په افغانستان کې د انټرنېټ خدمتونه ټکني شوي؛انسټاګرام او سنیپ‌چټ یوازې له وی‌پي‌این سره کار کوي

له تېر مازیګر راهیسې په افغانستان کې د انټرنېټ خدمات ټکني شوي.

اوس مهال په هېواد کې فیسبوک او ایکس په سخته کار کوي؛ خو انسټاګرام او سنیپ چټ بیا له وي پي این پرته کار نه کوي.

بل لورته کندهار کې یو وار بیا د وای فای خدمتونه محدود شوي دي.

ویل کېږي، چې د طالبانو حکومت غواړي چې هېواد کې ټول انټرنېټي خدمات ټوجي ته بدل کړي.

خیبر پښتونخوا؛په مرکزي کرم کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او نښتې لا روانې دي

0

پاکستاني طالبانو کرم کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي سرتېري، وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، په ځوابي ډزو کې د طالبانو دوه قوماندانان، چې په کې یو مشهور جنګیالی «شاهین» هم شامل وو؛ وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

نښته لا روانه ده، او پاکستاني ځواکونه په جمال مېله سیمه کې عملیات پیل کړي.

حماس:د ټرمپ د اوربند وړاندیز منو؛ خو خپل شرطونه به بدل نه کړو

0

د حماس غورځنګ یو ځل بیا څرګنده کړې چې د قطر په منځګړیتوب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند ته چمتو دي؛ خو وايي لا هم خپل شرطونه یې نه دي بدل کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه ویلي، دوی د اوربند د دوام لپاره داسې ضمانت غواړي چې روان ناورین بیا تکرار نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د فلسطین ولس د لنډ مهاله اوربند پر ځای د یوې دوامداره او عادلانه هوکړې تمه لري.

په همدې حال کې، د الجزیرې د راپور له مخې، د ټرمپ د اوربند د طرحې له وړاندې کېدو وروسته هم د غزې پر سیمه بریدونه نه دي درېدلي، او تر اوسه له سلو زیات کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

ضمیر کابلوف:د طالبانو حکومت به هېڅ بهرني هېواد ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ور نه کړي

د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې د طالبانو حکومت به هېڅ بهرني هېواد ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ور نه کړي.

کابلوف دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له خولې کړې او ویلي چې ښاغلي متقي په ټینګار سره دا خبره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دغه دریځ د بګرام پخوانۍ پوځي اډې په اړه هم پلي کېږي.

د روسیې استازي په خپلو خبرو کې دا هم روښانه کړې چې مسکو هم د افغانستان په خاوره کې د پوځي اډې د جوړولو نیت نه لري او د دغه هېواد خپلواکي او سیمه ییز ثبات ته درناوی لري.

کندهار کې؛د نوري فایبر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو بندیزونه بیا لګول شوي

په کندهار کې بیا د انټرنېټ بندیزونه لګول شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، د ښار په یو شمېر برخو کې د کورونو وای فای شبکې پرې شوې دي؛ خو بانکونه او صرافۍ لا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.

ویل کېږي چې دا محدودیتونه د رسمي لارښوونو له مخې عملي شوي، خو د عامو خلکو لپاره د موبایل ډیټا کارول لا هم ممکن دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، له سې شنبې ماښامه راپه دېخوا په کندهار کې د سنیپ‌چټ او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند شوی دی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

امیرخان متقي:افغانستان آزاد هېواد دی او بهرنی پوځي حضور د منلو نه دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، افغانستان یو خپلواک او آزاد هېواد دی او د هر ډول بهرني پوځي حضور منل د افغانانو، د «اسلامي امارت» او د سیمې د هېوادونو له ګټو سره په ټکر کې دي.

نوموړي د مسکو فارمټ د اوومې ناستې په وینا کې څرګنده کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې نه د نشه‌يي توکو کښت کېږي او نه هم د داعش په ګډون کومې غیر مسؤلې ډلې شتون لري؛ خو په خبره یې د افغانستان له پولو هاخوا لا هم یو شمېر امنیتي او اقتصادي ننګونې موجودې دي.

متقي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار وکړي، څو د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخه په سیمه‌ییزه کچه ونیول شي او د داعش او ورته نورو ګواښونو پر ضد ګډه مبارزه وشي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي اړیکو او متقابل امنیتي تفاهم له لارې د یو باثباته او هم‌پیوستونکې سیمې د جوړېدو ملاتړ کوي.

شیخ هبت‌الله:د تېرو جهادونو ناسم نیتونه د هېواد د تباهۍ لامل شول

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، په افغانستان کې ډېر جهادونه ترسره شول، خو د ده په وینا، د هغو د نیتونو د ناپاکوالي له امله یې هغه پایلې ورنه‌کړې چې د جهاد له موخو سره اړوندې وې، بلکې د هېواد د ویجاړۍ سبب شول.

نوموړي دا څرګندونې د والیانو او ولسوالانو په یوه عمومي سمینار کې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د دین د احیا، د خلکو د فکري روزنې او د بهرنیو دسیسو د پوهاوي په برخه کې له علماوو سره ګډ کار وکړي.

ده ټینګار کړی چې چارواکي دې ځان له غفلت وساتي، د مشرانو لارښوونې دې ومني او د اختلافونو مخه دې ونیسي.

اخندزاده همداراز پر والیانو او ولسوالانو غږ کړی چې له خلکو ډالۍ او امتیازات ونه مني، ځکه د ده په وینا، “د واک پر مهال ډالۍ اخیستل د رشوت حکم لري.”