په کندهار کې بیا د انټرنېټ بندیزونه لګول شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د ښار په یو شمېر برخو کې د کورونو وای فای شبکې پرې شوې دي؛ خو بانکونه او صرافۍ لا هم انټرنېټ ته لاسرسی لري.
ویل کېږي چې دا محدودیتونه د رسمي لارښوونو له مخې عملي شوي، خو د عامو خلکو لپاره د موبایل ډیټا کارول لا هم ممکن دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، له سې شنبې ماښامه راپه دېخوا په کندهار کې د سنیپچټ او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند شوی دی.
د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.