پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 26

دیدار رئیس اتاق تجارت و سرمایه گذاری حکومت طالبان با والی سیردریا ازبکستان

سید کریم هاشمی، رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری حکومت طالبان در دیدار با والی ولایت سیردریای اوزبیکستان درباره گسترش همکاری‌های اقتصادی و تجاری میان دو طرف گفت‌وگو کرد.

در این دیدار، روی سرمایه‌گذاری‌های مشترک در بخش‌های مختلف، از جمله پروژه‌های تولید کودهای کیمیاوی و صنایع نساجی بحث و تبادل نظر شد.

همچنین دو طرف بر توسعه روابط تجاری و همکاری برای افزایش صادرات میوه‌های افغانستان از مسیر اوزبیکستان تأکید کردند.

مقام‌های دو طرف این دیدار را گامی مهم در راستای تقویت همکاری‌های اقتصادی و ایجاد فرصت‌های جدید سرمایه‌گذاری میان افغانستان و اوزبیکستان عنوان کردند.

له باراک اوباما یې د خپلې مېرمنې ستاینه؛وایي د سختو کلونو له ازموینو وروسته هم اوباما د زړورتیا او اخلاقو بېلګه پاتې شوه

د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما مېرمن میشل اوباما په اېکس کې په یوه پیغام کې د خپل مېړه د سیاسي ژوند او د ولسمشرۍ کلونو ستاینه کړې او هغه یې د «زړورتیا او اخلاقي ثبات» بېلګه بللې ده.

میشل اوباما ویلي، باراک اوباما هغې ته کلونه وړاندې ویلي وو چې د نړۍ د ورکولو ژمنه ورسره نه شي کولی، خو ژمنه یې کړې وه چې ژوند به مې ورسره په زړه پورې وي.

هغې زیاته کړې چې اوباما د اتو کلونو سختو سیاسي فشارونو او «د قدرت د ازموینو» سره سره هېڅکله نه دی مات شوی او نه یې اجازه ورکړې چې دغه فشارونه یې سخت یا بې‌احساسه کړي.

مېشل اوباما خپل مېړه «نه ماتېدونکی، خوش‌بینه، زړور، هوښیار، بې‌ځایه کبر نه کوونکی، زیارکښ او د قوي اخلاقو څښتن یاد کړی.

د مېرمن اوباما په وینا، باراک اوباما د سختو سیاسي کلونو پر مهال د خپلو ارزښتونو ساتنه وکړه او د اخلاقي اصولو له لارې یې د مشرتابه رول تعریف کړ.

شهباز شریف؛د پاکستان په استازیتوب د «آیت‌الله خامنه‌اي» د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

راپورونه ښیي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د ایران د مذهبي مشر «آیت‌الله سید علي خامنه‌اي» د جنازې په رسمي مراسمو کې د پاکستان په استازیتوب ګډون وکړي.

په ورته وخت پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته بلنه ورکړې ده چې د «شهید شوي مشر» د جنازې او تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.

شریف زیاته کړې چې د پاکستان یو رسمي پلاوی به د دې مراسمو لپاره ایران ته سفر وکړي او هم به خپله د خپل هېواد د خلکو په استازیتوب د خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اعلان شوي پروګرام له مخې، د آیت‌الله خامنه‌اي مړی به د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۹مه، په مشهد کې د امام رضا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي او تر دې مخکې به د تهران او قم په ښارونو کې د جنازې مراسم ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنازې مراسم د ایران د وروستیو سیاسي کړکېچونو او د جګړې له امله ځنډول شوي وو.

امریکا کې له ایران سره د ټرمپ هوکړې ته غبرګونونه؛سناتوران دا معامله «تاریخي تېروتنه» بولي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ د سولې هوکړې په اړه د امریکا په سنا کې سخت سیاسي اختلافات رامنځته شوي او یو شمېر سناتورانو دغه هوکړه «په تاریخ کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره تېروتنه» بللې ده.

جمهوري غوښتونکي سناتور بیل کاسیډي ویلي، دا معامله د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره تېروتنه ده او زیاته کړې یې ده:
«د دې هوکړې له امله مو ولسمشر ریګن په قبر کې ولړزاوه، دا د تاریخ تر ټولو بده هوکړه ده.»

د ډیموکراټ ګوند سناتور کوري بوکر ویلي چې د ټرمپ له خوا د «بې‌قید او شرطه تسلیمۍ» یادونه پر ایران نه؛ بلکې پر امریکا تطبیقېږي او په وینا یې دا سیاست د واشنګټن د کمزورۍ نښه ده.

په همدې حال کې سناتور مارک کېلي د تړون پر سیاسي منطق نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ټرمپ د «معاملې هنر» بل احتمالي پړاو به دا وي چې «الاسکا روسیې ته وسپارل شي؟»

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته په کانګرس کې د دې تړون پر سر اختلافات زیات شوي او ځینې قانون جوړوونکي د هوکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ دا هوکړه د «سولې او ثبات لپاره مهم ګام» بولي.

د امریکا- ایران له هوکړې وروسته؛په امریکا کې خلکو د دغه هېواد له لوري د جګړې په پیلولو او بېرته پای ته رسولو ملنډې وهلي

امریکايي طنز ویوونکي او د ټلویزیون مشهور کوربه جیمي کیمل د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ جګړې پایلې په ملنډو یادې کړي او ویلي یې دي چې له دومره لګښتونو او تلفاتو وروسته، وضعیت بېرته هماغه ځای ته ورسېد چې له جګړې مخکې و.

کیمل په ټلوېزیوني خپرونه کې د ټوکو په انداز ویلي : «موږ یو آیت‌الله وواژه او پر ځای مو یو ځوان او لا ډېر افراطي آیت‌الله راوست.»

هغه زیاته کړې چې امریکا په ایران کې د اعتراض کوونکو لپاره هېڅ ونه کړل، بندیزونه یې لغوه کړل او بالاخره داسې اوربند ته ورسېده چې د هغه په وینا «له مخکې هم موجود و.»

نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم په ټوکه وویل: «تنګی مو پرانیست، خو مخکې هم پرانیستی و.»

کیمل همداراز د جګړې د لګښتونو په اړه ویلي چې میلیاردونه ډالر پر بمونو او توغندیو ولګول شول، ګڼ خلک ووژل شول، خو په پای کې ایران لا پیاوړی شو، د هرمز تنګي پر کنټرول یې نفوذ زیات شو او لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالر مو هم پرې ورکړل.

جېمي کیمل وخت ناوخت په امریکا کې د سیاسي څېرو په اړه د ورته طنزي جنجالي څرګندونو له امله له نیوکو سره هم مخ شوی او څو ځل یې خپرونه تړل شوې ده.

په ورته وخت، د نوموړي د تازه څرګندونو وېډیوګانې د ایران پر وړاندې د امریکا د پالیسۍ او د جګړې د پایلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د طنزي تبصرو په توګه ډېرې لاس په لاس شوې دي.

زلمی خلیلزاد:افغانستان او پاکستان دې د امنیتي اندېښنو د حل لپاره خبرو ته مخه کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي پېښو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دی.

خلیلزاد د طالبانو د حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش پر هدفونو د شویو هوايي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او له پاکستانه یې غوښتي چې د پوځي اقداماتو پر ځای ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه په ایکس کې په خپل پیغام کې وړاندیز کړی چې افغانستان او پاکستان دې داسې یوه هوکړه وکړي چې له مخې یې د هېڅ هېواد خاوره د هغو ډلو یا اشخاصو له لوري د بل هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.

خلیلزاد همدارنګه له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکیه او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي ستونزو د حل لپاره خپلې منځګړیتوب هڅې بېرته فعالې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو امکان شته.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو مو هوايي بریدونه ترسره کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، چې تېره شپه د «اسلامي امارت» د هوايي ځواک له لوري د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه بریدونه د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه، د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل د شکرآب په ساحه او همدارنګه د خیبرپښتونخوا د اورکزیو په قمبرخېلو سیمه کې ترسره شوي دي.

د دفاع وزارت ويلي چې په دغو ځایونو کې هغه مرکزونه موجود وو چې د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو او تنظیم لپاره کارېدل او ځینې مهم اهداف پکې په نښه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې افغانستان به د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي او د خپلو امکاناتو په کارولو سره به د ورته ګواښونو مخه ونیسي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا نورو خپلواکو سرچینو د دغو ادعا شویو بریدونو او د هغوی د پایلو په اړه تایید نه دی کړی.

سویس:د امریکا او ایران ترمنځ پلان شوې خبرې اترې لغوه شوې

د سویس د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ هغه پلان شوې خبرې اترې چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ د سویس د بورګن‌اشتوک په غرني استوګنځي کې ترسره شي، لغوه شوې دي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د سپینې ماڼۍ ویاند د جمعې په سهار وویل، د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌دي ونس سویس ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی هلته له ایراني مذاکره کوونکو سره وویني او د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د پلي کېدو په اړه خبرې پیل کړي.

د دغو مذاکراتو لغوه کېدو د راتلونکو خبرو اترو د بهیر په اړه نوې پوښتنې او ابهامونه راولاړ کړي دي.

ایران او امریکا تر دې وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په موخه یو موقتي تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و.

ډونالډ ټرمپ:ایران مو په بشپړه توګه مات کړ؛ خو د جګړې دوام به نړیوال اقتصادي بحران رامنځته کړی وای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له پوځي پلوه ایران په بشپړه توګه مات کړی او د وروستۍ جګړې پایله د امریکا د ځواک څرګندونه کوي، نه د هغه محدودیتونه.

ټرمپ له اکسیوس سره په مرکه کې ویلي چې جګړې هغه ته د امریکا د ځواک د محدودیتونو په اړه کوم نوی درس نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړې: «زه پوهېږم چې ځینې محدودیتونه شته، خو خپل ځواک ته هېڅ حقیقي محدودیت نه وینم.»

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا جګړه د ایران د بې‌قید او شرطه تسلیمېدو له غوښتنې سره پیل کړه؛ خو په پای کې یوې موافقې ته ورسېده چې د جګړې د درولو او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړه.

هغه ادعا کړې چې لاسلیک شوی تفاهم‌لیک هم د تسلیمېدو یوه بڼه ګڼل کېدای شي.

ټرمپ د ایران پر ضد د سمندري بندیزونو دفاع هم کړې او ویلي چې امریکا د کښتیو د تګ راتګ مخه نیولې وه.

د هغه په وینا، دغه اقدام د ایران پر وړاندې د فشار یوه مهمه وسیله وه.

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې ومنله چې د جګړې اوږدېدل به جدي اقتصادي پایلې لرلې.

هغه خبرداری ورکړی چې که پوځي عملیات څو اوونۍ نور هم دوام کړی وای، د هرمز تنګي د تړل کېدو خطر به زیات شوی وای او دا به د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره ستر ګواښ جوړ شوی وای.

د هغه په وینا، د نفتو د عرضې کمښت او د انرژۍ احتمالي بحران کولی شول نړیوال اقتصاد له رکود سره مخ کړي.

ټرمپ ویلي چې د همدې اندېښنو له امله یې د جګړې پر ځای د یوې موافقې منلو ته ترجیح ورکړه.

وزارت کشور ایران به برگزارکنندگان تجمعات شبانه تذکر محرمانه داد

محمد بطحایی، معاون وزیر کشور و رئیس سازمان امور اجتماعی ایران، اعلام کرد که به برخی افراد و گروه‌هایی که در تجمعات شبانه اقدام به «دوقطبی‌سازی» در جامعه می‌کردند، تذکر محرمانه داده شده است.

بطحایی بدون ذکر نام افراد یا نهادهای مورد نظر گفت که یک مورد مربوط به یک سازمان و تشکل بوده و در دو مورد دیگر نیز نامه‌های محرمانه، همراه با احترام، برای افراد مربوطه ارسال شده است.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که در روزهای اخیر و پیش از امضای تفاهم‌نامه میان ایران و آمریکا، شماری از مخالفان این توافق که به جریان‌های نزدیک به جبهه پایداری نسبت داده می‌شوند در تجمعی در میدان ابن‌سینای تهران علیه عباس عراقچی و محمدباقر قالیباف شعار سر دادند.

معترضان در این تجمع شعارهایی از جمله «عراقچی حیا کن، مملکت رو رها کن» و «قالیباف، عراقچی، پس خون رهبرم چی؟» را مطرح کردند.

همزمان برخی گزارش‌ها حاکی از آن است که برگزاری این‌گونه تجمعات شبانه در تهران از سوی نهادهای مسئول منع شده است.