جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهامریکا کې له ایران سره د ټرمپ هوکړې ته غبرګونونه؛سناتوران دا معامله...

امریکا کې له ایران سره د ټرمپ هوکړې ته غبرګونونه؛سناتوران دا معامله «تاریخي تېروتنه» بولي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ د سولې هوکړې په اړه د امریکا په سنا کې سخت سیاسي اختلافات رامنځته شوي او یو شمېر سناتورانو دغه هوکړه «په تاریخ کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره تېروتنه» بللې ده.

جمهوري غوښتونکي سناتور بیل کاسیډي ویلي، دا معامله د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره تېروتنه ده او زیاته کړې یې ده:
«د دې هوکړې له امله مو ولسمشر ریګن په قبر کې ولړزاوه، دا د تاریخ تر ټولو بده هوکړه ده.»

د ډیموکراټ ګوند سناتور کوري بوکر ویلي چې د ټرمپ له خوا د «بې‌قید او شرطه تسلیمۍ» یادونه پر ایران نه؛ بلکې پر امریکا تطبیقېږي او په وینا یې دا سیاست د واشنګټن د کمزورۍ نښه ده.

په همدې حال کې سناتور مارک کېلي د تړون پر سیاسي منطق نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ټرمپ د «معاملې هنر» بل احتمالي پړاو به دا وي چې «الاسکا روسیې ته وسپارل شي؟»

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته په کانګرس کې د دې تړون پر سر اختلافات زیات شوي او ځینې قانون جوړوونکي د هوکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ دا هوکړه د «سولې او ثبات لپاره مهم ګام» بولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here