د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له پوځي پلوه ایران په بشپړه توګه مات کړی او د وروستۍ جګړې پایله د امریکا د ځواک څرګندونه کوي، نه د هغه محدودیتونه.
ټرمپ له اکسیوس سره په مرکه کې ویلي چې جګړې هغه ته د امریکا د ځواک د محدودیتونو په اړه کوم نوی درس نه دی ورکړی.
هغه زیاته کړې: «زه پوهېږم چې ځینې محدودیتونه شته، خو خپل ځواک ته هېڅ حقیقي محدودیت نه وینم.»
نوموړي ټینګار کړی چې امریکا جګړه د ایران د بېقید او شرطه تسلیمېدو له غوښتنې سره پیل کړه؛ خو په پای کې یوې موافقې ته ورسېده چې د جګړې د درولو او سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړه.
هغه ادعا کړې چې لاسلیک شوی تفاهملیک هم د تسلیمېدو یوه بڼه ګڼل کېدای شي.
ټرمپ د ایران پر ضد د سمندري بندیزونو دفاع هم کړې او ویلي چې امریکا د کښتیو د تګ راتګ مخه نیولې وه.
د هغه په وینا، دغه اقدام د ایران پر وړاندې د فشار یوه مهمه وسیله وه.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې ومنله چې د جګړې اوږدېدل به جدي اقتصادي پایلې لرلې.
هغه خبرداری ورکړی چې که پوځي عملیات څو اوونۍ نور هم دوام کړی وای، د هرمز تنګي د تړل کېدو خطر به زیات شوی وای او دا به د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره ستر ګواښ جوړ شوی وای.
د هغه په وینا، د نفتو د عرضې کمښت او د انرژۍ احتمالي بحران کولی شول نړیوال اقتصاد له رکود سره مخ کړي.
ټرمپ ویلي چې د همدې اندېښنو له امله یې د جګړې پر ځای د یوې موافقې منلو ته ترجیح ورکړه.

