جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهشهباز شریف؛د پاکستان په استازیتوب د «آیت‌الله خامنه‌اي» د جنازې په مراسمو...

شهباز شریف؛د پاکستان په استازیتوب د «آیت‌الله خامنه‌اي» د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

راپورونه ښیي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د ایران د مذهبي مشر «آیت‌الله سید علي خامنه‌اي» د جنازې په رسمي مراسمو کې د پاکستان په استازیتوب ګډون وکړي.

په ورته وخت پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته بلنه ورکړې ده چې د «شهید شوي مشر» د جنازې او تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.

شریف زیاته کړې چې د پاکستان یو رسمي پلاوی به د دې مراسمو لپاره ایران ته سفر وکړي او هم به خپله د خپل هېواد د خلکو په استازیتوب د خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اعلان شوي پروګرام له مخې، د آیت‌الله خامنه‌اي مړی به د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۹مه، په مشهد کې د امام رضا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شي او تر دې مخکې به د تهران او قم په ښارونو کې د جنازې مراسم ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنازې مراسم د ایران د وروستیو سیاسي کړکېچونو او د جګړې له امله ځنډول شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here