جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا- ایران له هوکړې وروسته؛په امریکا کې خلکو د دغه هېواد...

د امریکا- ایران له هوکړې وروسته؛په امریکا کې خلکو د دغه هېواد له لوري د جګړې په پیلولو او بېرته پای ته رسولو ملنډې وهلي

امریکايي طنز ویوونکي او د ټلویزیون مشهور کوربه جیمي کیمل د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ جګړې پایلې په ملنډو یادې کړي او ویلي یې دي چې له دومره لګښتونو او تلفاتو وروسته، وضعیت بېرته هماغه ځای ته ورسېد چې له جګړې مخکې و.

کیمل په ټلوېزیوني خپرونه کې د ټوکو په انداز ویلي : «موږ یو آیت‌الله وواژه او پر ځای مو یو ځوان او لا ډېر افراطي آیت‌الله راوست.»

هغه زیاته کړې چې امریکا په ایران کې د اعتراض کوونکو لپاره هېڅ ونه کړل، بندیزونه یې لغوه کړل او بالاخره داسې اوربند ته ورسېده چې د هغه په وینا «له مخکې هم موجود و.»

نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم په ټوکه وویل: «تنګی مو پرانیست، خو مخکې هم پرانیستی و.»

کیمل همداراز د جګړې د لګښتونو په اړه ویلي چې میلیاردونه ډالر پر بمونو او توغندیو ولګول شول، ګڼ خلک ووژل شول، خو په پای کې ایران لا پیاوړی شو، د هرمز تنګي پر کنټرول یې نفوذ زیات شو او لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالر مو هم پرې ورکړل.

جېمي کیمل وخت ناوخت په امریکا کې د سیاسي څېرو په اړه د ورته طنزي جنجالي څرګندونو له امله له نیوکو سره هم مخ شوی او څو ځل یې خپرونه تړل شوې ده.

په ورته وخت، د نوموړي د تازه څرګندونو وېډیوګانې د ایران پر وړاندې د امریکا د پالیسۍ او د جګړې د پایلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د طنزي تبصرو په توګه ډېرې لاس په لاس شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here