د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما مېرمن میشل اوباما په اېکس کې په یوه پیغام کې د خپل مېړه د سیاسي ژوند او د ولسمشرۍ کلونو ستاینه کړې او هغه یې د «زړورتیا او اخلاقي ثبات» بېلګه بللې ده.
میشل اوباما ویلي، باراک اوباما هغې ته کلونه وړاندې ویلي وو چې د نړۍ د ورکولو ژمنه ورسره نه شي کولی، خو ژمنه یې کړې وه چې ژوند به مې ورسره په زړه پورې وي.
هغې زیاته کړې چې اوباما د اتو کلونو سختو سیاسي فشارونو او «د قدرت د ازموینو» سره سره هېڅکله نه دی مات شوی او نه یې اجازه ورکړې چې دغه فشارونه یې سخت یا بېاحساسه کړي.
مېشل اوباما خپل مېړه «نه ماتېدونکی، خوشبینه، زړور، هوښیار، بېځایه کبر نه کوونکی، زیارکښ او د قوي اخلاقو څښتن یاد کړی.
د مېرمن اوباما په وینا، باراک اوباما د سختو سیاسي کلونو پر مهال د خپلو ارزښتونو ساتنه وکړه او د اخلاقي اصولو له لارې یې د مشرتابه رول تعریف کړ.

