جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 24

بلوڅ آزادي غوښتونکې ډله:د مستونګ په خدکوچه سیمه کې ۴۸ پاکستاني پوځيان مو وژلي او نښتې لا هم دوام لري

0

بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې يا بي‌اېل‌ای په یوه اعلامیه کې ويلي چې د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ اړوند په خدکوچه سیمه کې یې د پاکستان د پوځ پر کاروان همغږی برید کړی او نښتې لا هم روانې دي.

د ډلې په وینا، د دوی د «فتح سکواډ» په نوم ځانګړې قطعې د پوځ د سرتېرو پر لېږدوونکو بسونو، امنیتي ځواکونو او مرستندویه قطعاتو بریدونه کړي دي.

دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدونو کې تر اوسه له ۴۵ څخه ډېر پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، خو د دې ادعا په اړه د پاکستان پوځ تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

یادې ډلې ویلي، عملیات لا هم دوام لري او ښايي د نښتو له دوام سره د مرګ‌ژوبلې شمېر هم لوړ شي.

د دوی په خبره، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به د برید بشپړ جزییات او وروستۍ شمېرې په یوه بله اعلامیه کې خپرې شي.

چین؛د AI مجازي مینانو پر فعالیتونو نوي بندیزونه ولګول

0

چین د مصنوعي ځیرکتیا پر هغو خدمتونو نوي محدودیتونه نافذ کړي چې د انسانانو په څېر عاطفي اړیکې رامنځته کوي.

د نویو مقرراتو له مخې، AI ملګري او مجازي معشوقان نور نه شي کولی داسې تعاملات ولري چې د کاروونکو عاطفي تړاو، اعتیاد یا پر واقعي ټولنیزو اړیکو منفي اغېز زیات کړي.

د دغو مقرراتو له عملي کېدو سره، د چین سترو ټکنالوژۍ شرکتونو د خپلو AI ملګرو او شخصي مجازي اجنټونو ځینې ځانګړتیاوې بندې کړې دي.

دې اقدام د ګڼو کاروونکو له خوا د خواشینۍ غبرګونونه راپارولي او ډېرو د خپلو مجازي ملګرو وروستۍ خبرې او یادښتونه خوندي کړي دي.

چارواکي وایي، نوي قوانین د دې لپاره وضع شوي چې AI د انسانانو د احساساتي انحصار وسیله نه شي او د کورنۍ او ټولنیزو اړیکو ځای وانه خلي.

دغه مقررات د هغو AI سیسټمونو لپاره دي چې د متن، غږ یا انځور له لارې د انسان په څېر شخصیت او عاطفي اړیکې وړاندې کوي، خو د پېرودونکو خدمتونه او کاري یا ښوونیز مرستیالان ترې مستثنا دي.

په همدې حال کې، د عاطفي AI ملګرو د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نړیوال بحثونه هم پراخ شوي دي.

څېړونکي خبرداری ورکوي چې که څه هم دا ډول ټکنالوژي د یوازیتوب احساس کمولای شي، خو د احساساتي تړاو، اعتیاد او د واقعي اړیکو د کمزوري کېدو خطر هم ورسره مل دی.

سره له دې چې شرکتونو کاروونکو ته د خپلو AI ملګرو د معلوماتو د خوندي کولو اسانتیا برابره کړې، ګڼ شمېر کسان وایي چې د دغو مجازي اړیکو پای ته رسېدل به د دوی په ژوند کې د پام وړ عاطفي تشه رامنځته کړي.

په بریتانیا او جرمني کې؛دوه افغانان د جلا وژنو په تړاو نیول شوي

په بریتانیا او جرمني کې دوه افغان وګړي په دوو بېلابېلو پېښو کې د وژنې او چاقو بریدونو په تړاو د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، ۲۸ کلن افغان کډوال داوود صافی، چې د رواني ناروغۍ سابقه لري، د لندن په لوېدیځه سیمه کې د یوه ۴۹ کلن سړي د وژنې په جرم محکوم شوی دی.

ویل کېږي، نوموړي د قرباني پر غاړه، سینه او اړخ څو ځله د چاقو ګوزارونه کړي وو، چې له امله یې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورونو له مخې، صافی تر دې پېښې یوازې دوه ورځې وړاندې له روغتون څخه رخصت شوی و.

هغه د همدې قضیې ترڅنګ د خپل کور خاوند او یو ۱۴ کلن هلک د ټپي کولو په تور هم تورن دی.

بل لور ته، د جرمني په راینلنډ-فالتس ایالت کې د ټرایر پوهنتون ته نږدې د چاقو په برید کې یو ۲۲ کلن محصل وژل شوی دی.

پولیسو د دې پېښې په تړاو یو افغان پناه‌غوښتونکی نیولی او د قضیې څېړنې روانې دي.

د جرمني پولیسو ویلي، برید د چهارشنبې په ورځ ترسره شوی او شکمن کس له سیمې د تېښتې هڅه کړې، خو لږ وروسته ونیول شو.

سره له دې چې ژغورونکو د ټپي محصل د ژوند ژغورلو هڅه وکړه، هغه د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ومړ.

د دواړو هېوادونو امنیتي او عدلي چارواکي وايي، د دغو پېښو په اړه قانوني او عدلي بهیر دوام لري.

ملګرو ملتونو؛په افغانستان کې د خپل پراختیايي پروګرام نوی استازی وټاکه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې تورهان صالح د چنګاښ له ۲۴مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د دې ادارې د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

د دې پروګرام په وینا، صالح تر دې وړاندې د عربي هېوادونو لپاره د دې ادارې په سیمه‌ییز دفتر کې د جګپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او له دې مخکې یې په ګانا او اریتریا کې هم د ملګرو ملتونو په بېلابېلو پروګرامونو کې کار کړی دی.

نوموړي همدارنګه د جنوبي افریقا لپاره د اپارتاید له پای ته رسېدو وروسته د یونیسف د لومړني پروګرام په جوړولو کې هم ونډه لرلې ده.

دغه پروګرام وایي چې په افغانستان کې یې اوسنی تمرکز د خلکو پر مستقیم ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، مسلکي زده‌کړو، د کروندګرو ملاتړ او د اوبو لګولو، شنوخونو او نورو کوچنیو بنسټیزو پروژو پر پلي کولو دی، څو د سیمه‌ییز اقتصاد له لا زیاتو ستونزو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام اداره د ملګرو ملتونو اصلي پراختیايي بنسټ دی چې په نږدې ۱۷۰ هېوادونو کې فعالیت کوي.

د بېوزلۍ کمول، اقتصادي پراختیا، د عامه خدمتونو پیاوړتیا، د بحرانونو پر وړاندې چمتووالی او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول د دې ادارې له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي.

د اروپايي ټولنې نوی راپور؛پاکستان ته د سوداګریزو امتیازونو د دوام په اړه خبرداری

0

د اروپايي ټولنې په نوي راپور کې پاکستان نه د GSP+ سوداګریزو امتیازونو د دوام لپاره د بشري حقونو، قانون حاکمیت او حساب ورکونې په برخو کې د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

راپور کې ټینګار شوی چې پاکستان باید د بشري حقونو د سرغړونو په اړه روڼې او جدي پلټنې ترسره کړي او د نړیوالو ژمنو له مخې خپل مسؤلیتونه پوره کړي.

اروپايي ټولنه د GSP+ پروګرام له لارې هغو هېوادونو ته د سوداګرۍ ځانګړې اسانتیاوې ورکوي چې د بشري حقونو، کارګرانو حقونو، چاپېریال او حکومتولۍ اړوند نړیوال کنوانسیونونه عملي کوي.

د راپور له مخې، د دې امتیازونو ساتل د پاکستان له لوري د اصلاحاتو، د بشري حقونو د خوندیتوب او د حساب ورکونې له پرمختګ سره تړاو لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت د دې راپور او سپارښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام نوې پدیده؛د فوټبال ستورو ولې ګلابي بوټونه غوره کړي؟

0

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام له جالبو صحنو څخه یوه دا ده چې ګڼ شمېر مشهور لوبغاړي په ورته ګلابي رنګ بوټونو کې لوبې کوي، چې د نندارچیانو پام یې ځان ته اړولی دی.

د راپورونو له مخې، د دې بدلون لامل د فوټبال د بوټونو د درېیو سترو جوړوونکو شرکتونو؛ نایکي، اډیډاس او پوما ګډه پرېکړه ده.

دغو شرکتونو د نړیوال جام له پیل وړاندې ګلابي رنګ بوټونه بازار ته وړاندې کړل.

خو د بازارموندنې ځینې متخصصین وایي، د ټولو لویو شرکتونو له لوري د ورته رنګ انتخاب د برانډونو د توپیر کمېدو سبب شوی او دا یې یو ډول تبلیغاتي کمزوري بللې ده.

د دوی په وینا، کله چې ټول شرکتونه یو ډول ډیزاین او رنګ وکاروي، د هر برانډ ځانګړی هویت په لوبغالي کې لږ څرګندېږي.

ويل شوي چې، د ګلابي رنګ انتخاب یوازې د ښکلا لپاره نه دی شوی.

بل لورته کارپوهان وایي، دا رنګ د شنه لوبغالي پر سطحه ډېر روښانه ښکاري، چې لوبغاړو، لوبڅارانو او لیدونکو ته د پښو او توپ د حرکتونو په تعقیب کې مرسته کوي.

د فوټبال بوټونو د دې نوې بڼې طرحه له اوږدې مودې مخکې پیل شوې وه، او شرکتونو نږدې دوه کاله د نړیوال جام لپاره د ځانګړو بوټونو پر جوړولو کار کړی دی.

کارپوهان زیاتوي، که څه هم ګلابي بوټونه د لوبغاړو د لید او تخنیکي اسانتیا له پلوه ځینې ګټې لري، خو د پخوانیو نړیوالو جامونو په پرتله چې هر شرکت به ځانګړی ډیزاین او کلتوري الهام وړاندې کاوه، د دې کال ورته والی د برانډونو ترمنځ د سیالۍ رنګ کم کړی دی

په دوبۍ کې؛د درنو چاودنو د غږونو راپورونه ورکړل شوي

0

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پنجشنبې په ورځ د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو تر اوسه د دغې پېښې د لامل او څرنګوالي په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د رویټرز د راپور له مخې، ځینو عیني شاهدانو ویلي چې په ښار کې یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي، خو د پېښې اصلي سرچینه او لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

وروسته د دوبۍ د رسنیو دفتر د رویټرز راپور رد کړ او ویې ویل چې خپاره شوي معلومات ناسم دي.

چارواکو له خلکو او رسنیو غوښتي چې یوازې پر رسمي سرچینو باور وکړي او له هغو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي چې لا یې تایید نه دی شوی.

تر اوسه د احتمالي زیانونو، مرګ‌ژوبلې یا د پېښې د علت په اړه کوم رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي.

۱۴ کلن افغان ځوان؛د ایران په اعتراضونو کې څنګه ووژل شو؟

د بي‌بي‌سي د افغانستان د حقیقت‌موندنې څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې یو ۱۴ کلن افغان هلک، چې په ایران کې زېږېدلی او لوی شوی و، د دغه هېواد د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

د راپور له مخې، د «ارمان» په نوم یاد شوی دغه هلک د جنورۍ په ۹مه د تهران په شمال لوېدیځ کې د البرز ولایت په یوه سیمه کې د اعتراضونو پر مهال په سر په مرمۍ لګېدلی و او پنځه ورځې وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

بي‌بي‌سي ویلي، د روغتون، عدلي طب او د ښخولو اسناد ښيي چې د نوموړي د مړینې لامل د وسلې په مرمۍ لګېدل وو.

د ارمان کورنۍ شاوخوا شل کاله مخکې له کاپیسا ولایت څخه ایران ته کډه شوې وه.

د هغه یو ملګري ویلي، ارمان د لومړي ځل لپاره د اعتراضونو د لیدلو لپاره له کوره وتلی و، خو د امنیتي ځواکونو د ډزو پر مهال ټپي شو او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

راپور زیاتوي، د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د افغانانو د وژل کېدو ځینې نورې ادعاوې هم خپرې شوې، خو ایران په رسمي شمېرو کې د افغان قربانیانو یادونه نه ده کړې.

د ارمان ملګري ویلي، هغه ځان له ایران څخه جلا نه باله، ځکه هلته زېږېدلی او لوی شوی و.

د ده په وینا، په ایران کې لوی شوي افغان ځوانان ځینې وختونه د دغه هېواد له خلکو سره په ټولنیزو خوځښتونو کې همغږي کوي.

د راپور له مخې، د ارمان د فاتحې مراسم په پټه په کور کې ترسره شول، ځکه کورنۍ یې د امنیتي اندېښنو له امله په جومات کې د مراسمو اجازه ترلاسه نه کړه.

بلوڅ رسنۍ:د کوټې–کراچۍ پر لویه لار د پوځ پر کاروان برید کې له ۵۰ زیاتو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

يو شمېر بلوچ رسنيو ادعا کړې، چې د بلوچستان د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د پاکستاني پوځیانو د لېږد پر یوه کاروان وسله‌وال برید کې له ۵۰ څخه زياتو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لس پوځي بسونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي، هغه امنیتي ځواکونه چې د مرستې لپاره سیمې ته رسېدلي وو، هغوی هم تر برید لاندې راغلي دي.

د راپورونو له مخې، په سیمه کې لا هم نښتې روانې دي او د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا نورو رسمي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

بلوچستان؛مستونګ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان برید شوی

0

د بلوچستان ایالت له مستونګ ولسوالۍ څخه راپورونه وایي، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، برید د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار شوی، چې وروسته امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته او ډزې پیل شوې دي.

تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه کوم رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پېښې نور جزئیات لا هم تر څېړنې لاندې دي.