د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام له جالبو صحنو څخه یوه دا ده چې ګڼ شمېر مشهور لوبغاړي په ورته ګلابي رنګ بوټونو کې لوبې کوي، چې د نندارچیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
د راپورونو له مخې، د دې بدلون لامل د فوټبال د بوټونو د درېیو سترو جوړوونکو شرکتونو؛ نایکي، اډیډاس او پوما ګډه پرېکړه ده.
دغو شرکتونو د نړیوال جام له پیل وړاندې ګلابي رنګ بوټونه بازار ته وړاندې کړل.
خو د بازارموندنې ځینې متخصصین وایي، د ټولو لویو شرکتونو له لوري د ورته رنګ انتخاب د برانډونو د توپیر کمېدو سبب شوی او دا یې یو ډول تبلیغاتي کمزوري بللې ده.
د دوی په وینا، کله چې ټول شرکتونه یو ډول ډیزاین او رنګ وکاروي، د هر برانډ ځانګړی هویت په لوبغالي کې لږ څرګندېږي.
ويل شوي چې، د ګلابي رنګ انتخاب یوازې د ښکلا لپاره نه دی شوی.
بل لورته کارپوهان وایي، دا رنګ د شنه لوبغالي پر سطحه ډېر روښانه ښکاري، چې لوبغاړو، لوبڅارانو او لیدونکو ته د پښو او توپ د حرکتونو په تعقیب کې مرسته کوي.
د فوټبال بوټونو د دې نوې بڼې طرحه له اوږدې مودې مخکې پیل شوې وه، او شرکتونو نږدې دوه کاله د نړیوال جام لپاره د ځانګړو بوټونو پر جوړولو کار کړی دی.
کارپوهان زیاتوي، که څه هم ګلابي بوټونه د لوبغاړو د لید او تخنیکي اسانتیا له پلوه ځینې ګټې لري، خو د پخوانیو نړیوالو جامونو په پرتله چې هر شرکت به ځانګړی ډیزاین او کلتوري الهام وړاندې کاوه، د دې کال ورته والی د برانډونو ترمنځ د سیالۍ رنګ کم کړی دی

