په بریتانیا او جرمني کې دوه افغان وګړي په دوو بېلابېلو پېښو کې د وژنې او چاقو بریدونو په تړاو د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې، ۲۸ کلن افغان کډوال داوود صافی، چې د رواني ناروغۍ سابقه لري، د لندن په لوېدیځه سیمه کې د یوه ۴۹ کلن سړي د وژنې په جرم محکوم شوی دی.
ویل کېږي، نوموړي د قرباني پر غاړه، سینه او اړخ څو ځله د چاقو ګوزارونه کړي وو، چې له امله یې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د راپورونو له مخې، صافی تر دې پېښې یوازې دوه ورځې وړاندې له روغتون څخه رخصت شوی و.
هغه د همدې قضیې ترڅنګ د خپل کور خاوند او یو ۱۴ کلن هلک د ټپي کولو په تور هم تورن دی.
بل لور ته، د جرمني په راینلنډ-فالتس ایالت کې د ټرایر پوهنتون ته نږدې د چاقو په برید کې یو ۲۲ کلن محصل وژل شوی دی.
پولیسو د دې پېښې په تړاو یو افغان پناهغوښتونکی نیولی او د قضیې څېړنې روانې دي.
د جرمني پولیسو ویلي، برید د چهارشنبې په ورځ ترسره شوی او شکمن کس له سیمې د تېښتې هڅه کړې، خو لږ وروسته ونیول شو.
سره له دې چې ژغورونکو د ټپي محصل د ژوند ژغورلو هڅه وکړه، هغه د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ومړ.
د دواړو هېوادونو امنیتي او عدلي چارواکي وايي، د دغو پېښو په اړه قانوني او عدلي بهیر دوام لري.

