شنبه, جولای 18, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا ځانګړی استازی:د کردستان سیمه د عراق او سیمې د ثبات...

د امریکا ځانګړی استازی:د کردستان سیمه د عراق او سیمې د ثبات او سولې مهم رول لري

د عراق او سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک ویلي، د کردستان سیمه د عراق او ټولې سیمې د ثبات، سولې او سوکالۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي دا څرګندونې په واشنګټن کې له بیان سامي عبدالرحمن سره تر لیدنې وروسته پر اېکس وکړې.

بارک همداراز وویل، امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي لاسوهنې پر ځای اقتصادي پانګونې، سوداګرۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي، او عراق یې د انرژۍ او ترانسپورټ د نوې سیمه‌ییزې شبکې مهم مرکز وباله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here