د ایټالیا یوې استیناف محکمې د پاکستانۍ الاصله ۱۸ کلنې ثمن عباس د وژنې په قضیه کې د هغې مور، پلار او دوو تره زامنو ته د عمر بند سزا اورولې، په داسې حال کې چې د نوموړې تره ته د پخوانۍ محکمې ۱۴ کلنه سزا پر خپل ځای پاتې شوې ده.
ثمن عباس، چې له خپلې کورنۍ سره د ایټالیا په ریجیو ایمیلیا سیمه کې اوسېده، د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې تر ورکېدو وروسته نادرکه شوه.
پلټونکو باور درلود چې نوموړې د خپلې کورنۍ له خوا له دې امله وژل شوې چې د خپلې خوښې واده یې غوښت او د کورنۍ له غوښتنې سره یې مخالفت کړی و.
د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د ثمن عباس مړی د هغې له ورکېدو شاوخوا ۱۸ میاشتې وروسته د ایټالیا په شمال کې له یوې کرنیزې ځمکې وموندل شو.
پولیسو دا ځای وروسته له هغې وموند چې د نوموړې تره، دانش حسنین، د پلټنو پر مهال د ښخولو ځای وروښود.
د عدلي طب د راپور له مخې، د ثمن د ورمېږ هډوکی مات شوی و او پلټونکي وایي، ښايي نوموړې د مرۍ د خپه کولو له امله وژل شوې وي.
د قضیې په تړاو دانش حسنین په ۲۰۲۱ کال کې په فرانسه کې ونیول شو، او د ثمن پلار شبر عباس په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې تر نیول کېدو وروسته هماغه کال ایټالیا ته وسپارل شو.
د ثمن مور نازیه شاهین هم د قضیې له اصلي تورنو څخه وه.
په لومړنۍ محکمه کې د ثمن مور او پلار ته د عمر بند سزا، تره ته ۱۴ کاله بند او دوو تره زامنو ته برائت ورکړل شوی و، خو استیناف محکمې وروسته د دوو تره زامنو برائت لغوه کړ او هغوی ته یې هم د عمر بند سزا واوروله.
د محکمې پر مهال د ثمن پلار شبر عباس د خپلې لور د وژنې تور رد کړ او ویې ویل: «ما هېڅکله په خپل ژوند کې د خپلې لور د وژلو فکر نه دی کړی.»
هغه ادعا وکړه چې د ثمن د ورکېدو په شپه یې یوازې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د هغې تعقیب کاوه، ځکه نوموړې ناوخته او په خپګان له کوره وتلې وه.
د ثمن عباس قضیه په ایټالیا او پاکستان کې د ناموسي وژنو له تر ټولو مشهورو دوسیو څخه ګڼل کېږي.
دې پېښې د ښځو د حقونو، جبري ودونو او د کورني تاوتریخوالي په اړه نړیوال بحثونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله غوښتنه کړې چې د ورته جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وشي.

