یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 18

فضل محمود فضلي:اروپا د افغانستان د ولسواکۍ او د ښځو حقونو پر وړاندې د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکاوه

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو بوخته وه، افغان حکومت د ولسواکۍ او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره اروپایي ټولنې ته مخه کړه، خو د اروپایي استازو ځواب دا و چې د دوی لپاره د امریکا پرېکړې تر هر څه مهمې دي.

فضلي په ایکس پاڼه لیکلي، چې دا تجربه ښيي، په اوسنیو شرایطو کې د ارزښتونو د دفاع لپاره پر بهرنیو لورو تکیه کول نه یوازې بې‌ګټې دي، بلکې د یوې خپلواکې افغاني سیاسي پروسې مخه هم نیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره باید کورني سیاسي بهیرونه پیاوړي شي او پر بهرنیو تمو تکیه پای ته ورسېږي.

جعیت علما اسلام ګوند:که پاکستاني ریاست د شیخ ادریس قاتلان پیدا نکړل٫ هیواد به د سختو لاریونونو شاهد وي

د جمعیت علمای اسلام (س) مشر مولانا عبدالحق ثاني د خیبرپښتونخوا په مېن جي ټي روډ کې د زرګونه کسانو پراخ لاریون ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې که د مولانا شیخ ادریس قاتلان په درې ورځو کې ونه نیول شي؛ نو هېواد به یې د پراخو لاریونونو شاهد وي.

هغه د شیخ ادریس وژنه پر علماوو او دیني مراکزو مستقیم برید بللی او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې نور له سستۍ لاس واخلي او قاتلان ژوندي ونیسي.

نوموړي د جمعې له لمانځه وروسته د هېواد په کچه د پراخو احتجاجونو اعلان هم کړی او ټینګار یې کړی چې دا پېښه د دارالعلوم حقانیه پر وړاندې درېیم لوی برید دی.

ملا عبدالواسع؛د یوې خصوصي کمپنۍ له مشرې سره د اداري چارو په ډیجیټلي کولو غږېدلی

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء د دفتر رییس ملا عبدالواسع په ارګ کې د یوې خصوصي کمپنۍ له مشرې شهلا هوپر جمال سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د اداري چارو د ډیجیټلي کولو او په افغانستان کې د نوو پروژو پر پلي کېدو خبرې شوې.

نوموړې سوداګرې ویلي چې غواړي د ATM کارتونو، برېښنایي پاسپورټونو، د موټر چلولو جوازونو او احصایوي سیستمونو په برخو کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالواسع د دې وړاندیز هرکلی کړی او ویلي چې ډیجیټلي سیستمونه د وخت مهمه اړتیا ده.

ډونالډ ټرمپ:که ایران هوکړې ته غاړه کېنښوده، د تېر په پرتله به پرې د بمبار شدت زیات کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که تهران د واشنګټن له وړاندیز شوي تړون سره موافقه ونه کړي، نو پوځي عملیات به لا زیات شدت ومومي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه ټروت سوشیال لیکلي، چې د تړون منل به د روانو پوځي اقداماتو او سمندري محاصرې د پای سبب شي، خو د رد په صورت کې به بمبارۍ د تیر په پرتله «ډېرې سختې» شي.

بل لور ته، هغه نیویارک پوسټ ته په خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو احتمال رد نه کړ، خو ویې ویل چې لا هم وختي دی چې پر دې موضوع جدي غور وشي.

د طالبانو حکومت:پاکستاني لوری د تورخم دروازه کې د افغان کډوالو سره له غیر انساني چلند څخه کار اخلي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو بهیر له جدي خنډونو سره مخ دی او ګڼ شمېر کورنۍ د تورخم پر دروازه د ورځو لپاره بندې پاتې کېږي.

د یاد کمېسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني لوری د بېلابېلو پلمو له امله کډوال نه پرېږدي، چې له تورخم لارې خپل هېواد ته ستانه شي.

د اعلامیې له مخې، په دغو کډوالو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شامل دي، چې د سختو انساني شرایطو سره مخ دي او پر سړکونو شپې تېروي.

کمېسیون ټینګار کړی، چې افغانستان د راستنېدونکو کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو بشپړ چمتووالی لري او کولی شي هره ورځ د ډېرو راستنېدونکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.

اعلامیه زیاتوي: «موږ غوښتنه کوو چې د کرښې ها غاړه افغان مهاجرین له ځنډ پرته پرېښودل شي، څو له روانو ستونزو خلاص شي.»

یاد کمېسیون همداراز له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د UNHCR (د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ) غوښتنه کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو او ځورونو مخه ونیول شي او د هغوی د ژر تېرېدو زمینه برابره شي.

چین: سیمه د جګړې او سولې ترمنځ په حساس بدلون کې ده

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بشپړ پای ته رسېدو غوښتنه کوي او خبرداری یې ورکړی چې سیمه اوس د جګړې څخه د سولې پر لور په یو حساس او مهم بدلون کې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په همدې مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په بیجینګ کې خبرې اترې کړې دي.

د چینایي چارواکو په وینا، د سیمې اوسنی وضعیت د کړکېچ له پړاو څخه د سولې پر لور د انتقال په یوه مهمه مرحله کې دی، او ټینګار یې کړی چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې.

په دې لیدنه کې د ایران او چین ترمنځ د اړیکو او د سیمه‌ییز وضعیت د وروستیو بدلونونو په اړه هم بحث شوی.

چین ټینګار کړی چې ژر تر ژره باید بشپړ اوربند وشي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي، ځکه چې دوامداره جګړه د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.

احمدالله علیزی مولانا فضل‌الرحمن ته: د مولانا شیخ ادریس وژل کېدل لویه ضایعه ده

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي د مولانا شیخ ادریس پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

علیزي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د مولانا شیخ ادریس وژل کېدل یوه لویه ضایعه ده، ځکه هغه خپل ژوند د دین، اسلام او د خلکو خدمت ته وقف کړی و.

هغه د جمعیت علماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن، علماوو او شاګردانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د شهید د کورنۍ لپاره یې د صبر او اجر دعا کړې ده.

نوموړي همداراز له الله تعالی څخه غوښتنه کړې چې په هېواد کې تلپاتې سوله او ارامي ټینګه شي.

اسماعیل بقایي: د امریکا د ۱۴ مادو د سولې وړاندیز مو تر څېړنې لاندې نیولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې تهران د امریکا د ۱۴ مادو د سولې وړاندیز تر څېړنې لاندې نیولی دی.

نوموړي د سي‌ان‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي چې ایران د دې وړاندیز ارزونه کوي.

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د سولې په هڅو کې د یوه پاکستاني سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې پاڼې هوکړه‌لیک په اړه یوې موافقې ته نږدې شوي دي.

دغه سرچینې د آکسیوس راپور هم تایید کړی او ویلي یې دي: «ډېر ژر به دا موضوع نهايي کړو، موږ نږدې شوي یو.»

شهباز شریف: د ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي نوې پرېکړه د سولې لپاره مهم ګام دی

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري هرمز تنګي کې د “پروژه فریډم” د ځنډولو پرېکړه ستایلې او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ګام بللی دی.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د ټرمپ دا پرېکړه د پاکستان او نورو ورور هېوادونو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د غوښتنو مثبت ځواب دی، چې کولی شي د کړکېچ د کمېدو او د باور د فضا د رامنځته کېدو لامل شي.

شهباز شریف همداراز د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر، محمد بن سلمان هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د هغه رول به د سیمې د سیاسي هوکړو او روغې جوړې په پیاوړتیا کې مهم تمام شي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد به تل د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او زغم له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوي.

عاصم منیر:افغان طالبان هڅه کوي پاکستان د تبلیغاتو له لارې د ترهګرو پلوی معرفي کړي

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د راولپنډۍ په ۲۷۵مې قول اردو قوماندانانو غونډه کې د طالبانو حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کړي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د خوارجو او نورو ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو برابرول نه یوازې د افغانستان د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دي، بلکې اوس دغه تګلاره پر خپله شا راګرځېدلې او رسوا شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د تبلیغاتي کمپاین له لارې پاکستان داسې وښيي چې ګواکې د افغانستان دننه ملکي وګړي په نښه کوي، خو د پوځ په وینا دا «ناسم او هدفمند تبلیغات» دي چې د طالبانو د کورنیو ستونزو د پټولو لپاره کارول کېږي.

عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان پوځي اقدامات یوازې د ترهګرو پر ضد دي او په دقیق ډول د نفوذي کسانو، پټنځایونو او د هغوی د ملاتړ پر شبکو تمرکز لري.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په پرلپسې توګه د دغه پوځ له لورې د افغانستان ملکي وګړي هدف ګرځول کېږي.