یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 19

اسماعیل بقایي: د امریکا د ۱۴ مادو د سولې وړاندیز مو تر څېړنې لاندې نیولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې تهران د امریکا د ۱۴ مادو د سولې وړاندیز تر څېړنې لاندې نیولی دی.

نوموړي د سي‌ان‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي چې ایران د دې وړاندیز ارزونه کوي.

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د سولې په هڅو کې د یوه پاکستاني سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې پاڼې هوکړه‌لیک په اړه یوې موافقې ته نږدې شوي دي.

دغه سرچینې د آکسیوس راپور هم تایید کړی او ویلي یې دي: «ډېر ژر به دا موضوع نهايي کړو، موږ نږدې شوي یو.»

شهباز شریف: د ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي نوې پرېکړه د سولې لپاره مهم ګام دی

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري هرمز تنګي کې د “پروژه فریډم” د ځنډولو پرېکړه ستایلې او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ګام بللی دی.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د ټرمپ دا پرېکړه د پاکستان او نورو ورور هېوادونو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د غوښتنو مثبت ځواب دی، چې کولی شي د کړکېچ د کمېدو او د باور د فضا د رامنځته کېدو لامل شي.

شهباز شریف همداراز د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر، محمد بن سلمان هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د هغه رول به د سیمې د سیاسي هوکړو او روغې جوړې په پیاوړتیا کې مهم تمام شي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد به تل د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او زغم له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوي.

عاصم منیر:افغان طالبان هڅه کوي پاکستان د تبلیغاتو له لارې د ترهګرو پلوی معرفي کړي

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د راولپنډۍ په ۲۷۵مې قول اردو قوماندانانو غونډه کې د طالبانو حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کړي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د خوارجو او نورو ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو برابرول نه یوازې د افغانستان د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دي، بلکې اوس دغه تګلاره پر خپله شا راګرځېدلې او رسوا شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د تبلیغاتي کمپاین له لارې پاکستان داسې وښيي چې ګواکې د افغانستان دننه ملکي وګړي په نښه کوي، خو د پوځ په وینا دا «ناسم او هدفمند تبلیغات» دي چې د طالبانو د کورنیو ستونزو د پټولو لپاره کارول کېږي.

عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان پوځي اقدامات یوازې د ترهګرو پر ضد دي او په دقیق ډول د نفوذي کسانو، پټنځایونو او د هغوی د ملاتړ پر شبکو تمرکز لري.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په پرلپسې توګه د دغه پوځ له لورې د افغانستان ملکي وګړي هدف ګرځول کېږي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت: په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹ زره ټنه توکي انتقال شوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږدول او رالېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، دا انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغنډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له بندرونو څخه ترسره شوي، چې پکې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي. همدارنګه ۲۶۴ ټنه د انارو جوس هم له هېواد څخه صادر شوي دي.

حق‌شناس زیاتوي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د هېواد د اقتصاد لپاره مهم دی، ځکه چې دا کار د کارموندنې فرصتونه زیاتوي، ملي عواید لوړوي او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.

د جرمني صدراعظم:ایران باید سیمه یرغمل نه کړي او اټومي پروګرام یې باید د تل لپاره بند شي

د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس ویلي چې ایران نور باید نه سیمه او نه هم ټوله نړۍ په یرغمل کې وساتي، او د دې هېواد نظامي اټومي پروګرام باید په بشپړ ډول او د تل لپاره بند شي.

د جرمني صدراعظم ټینګار کړی چې د ایران حکومت باید نور پر اسرائیل او په سیمه کې د خپلو متحدینو پر ضد بریدونه ونه کړي.

هغه ویلي: « ایران باید بېرته خبرو اترو ته ستون شي او له وخت ضایع کولو لاس واخلي.»

مرتس زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات لپاره واضح او جدي دریځ ولري او د کړکېچونو د زیاتېدو مخه ونیسي.

عباس عراقچي؛په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ بیجینګ ته رسېدلی او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، عراقچي په دې سفر کې له چینایي لوري سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې په فارس خلیج او د هرمز تنګي سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پلان شوي سفر څخه یوه اونۍ وړاندې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې هغه د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د اپریل په ۲۴ او ۲۵ نېټه وګوري.

د قلم لار بنسټ اېښودونکی؛مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ د ازادۍ معتبره جایزه وګټله

د افغانستان د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا د فرانسې د نورماندي سیمې له خوا د «۲۰۲۶ د ازادۍ» معتبره جایزه وګټله.

مطیع‌الله ویسا، چې د نجونو د زده‌کړو او د تعلیم د حق کلک مدافع بلل کېږي، د زده‌کړو د پراختیا لپاره اوږده مبارزه کړې او د همدې فعالیتونو له امله یې حتی د بند سزا هم تېره کړې ده.

د نورماندي د اعلان له مخې، د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو په رایه ورکولو کې برخه اخیستې وه، او د همدې رایو پر بنسټ ویسا د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزې اتم پړاو ګټونکی اعلان شو.

مطیع‌الله ویسا د «قلم لار» بنسټ ایښودونکی دی، هغه بنسټ چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو د پراختیا او د ښوونځیو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم حق ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه خپله تعلیمي او ټولنیزه مبارزه په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړې وه او وروسته یې د ښوونځیو د جوړولو او د زده‌کړو د فرصتونو د پراخولو لپاره کار کړی دی.

ویسا په ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د ط..البانو حکومت له خوا ونیول شو او شاوخوا اووه میاشتې یې په بند کې تېرې کړې.

د ازادۍ جایزه په ۲۰۱۹ کال کې د نورماندي سیمې او د بشري حقونو او سولې د نړیوال انستیتوت له خوا رامنځته شوې ده، او هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشري آزادیو په دفاع کې مهم رول لري.

ټاکل شوې چې د دې جایزې د ویش رسمي مراسم د جون په څلورمه نېټه د فرانسې په کان ښار کې ترسره شي، چې پکې به زرګونه ځوانان او د دوهمې نړیوالې جګړې یو شمېر پخواني سرتېري هم ګډون وکړي.

په ۲۰۲۵ کال کې دا جایزه ژیزل پلیکوت ته ورکړل شوې وه، چې په فرانسه کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې له امله پېژندل کېږي.

ایران؛د اندېشه ښار په یو سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ایران د تهران لوېدیځ کې د اندېشې ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د «ارغوان» په نوم په سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده.

د اور شدت دومره زیات و چې ودانۍ یې په بشپړ ډول سوځولې ده.

د ایران رسمي رسنیو د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ایران دولتي راډیو ټلویزیون ویلي چې چارواکو د دې پېښې د علت د څېړنې او د مسوولینو د نیولو امر کړی، چې د ودانۍ جوړوونکی هم پکې شامل بلل شوی دی.

الجزیره:عباس عراقچي بیجینګ ته رسېدلی او له چینایي چارواکو سره د اوربند او هرمز تنګي په اړه خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د امریکا سره د شخړې له پیل وروسته په خپل لومړي رسمي سفر کې چین ته رسېدلی او په بیجینګ کې له چینایي چارواکو سره خبرې کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، عراقچي له جګړې وروسته درې ځله د چین له بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

د راپور له مخې، په دې سفر کې د خبرو مهم موضوعات د اوربند ساتل او د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي، کوم چې چین هم ورته ځانګړې پاملرنه لري.

چین له یوې خوا د ایران د بندرونو د محاصرې له امله د امریکا پر اقداماتو نیوکه کړې، خو له بلې خوا یې د هرمز تنګي د بندېدو په اړه خپله اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

الجزیرې ویلي، چې تهران هڅه کوي چې د چین دریځ روښانه کړي، په ځانګړي ډول دا چې که د هرمز تنګی بیا پرانستل شي یا نوي بندیزونه ولګول شي، چین به د ایران ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه، په ملګرو ملتونو کې به څه دریځ خپل کړي.

مسعود پزشکیان:د زور او فشار لاندې خبرې نه منو، امریکا دې پوځي ګواښونه بند کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق له لومړي وزیر سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې خبرو اترو ته چمتو دی، خو د زور او فشار تر سیوري لاندې هېڅ ډول مذاکرات نه مني.

پزشکیان د عراق له لومړي وزیره غوښتي، چې له امریکايي چارواکو سره په خپلو اړیکو کې هغوی ته دا سپارښتنه وکړي، څو په سیمه کې د پوځي ګواښونو له زیاتولو لاس واخلي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران ځواک یوازې د دغه هېواد لپاره نه، بلکې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د شیعه ټولنې لپاره یو مهم ملاتړ بلل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییز ثبات او امنیت باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې تأمین شي، نه د پوځي فشارونو له لارې.