د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ويلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو رسمي خبرتیا خپره کړې ده.
د نوموړي په وینا، د یادې خبرتیا له مخې به د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته هغه افغان وګړي ونیول شي چې په پاکستان کې له قانوني ویزې پرته اوسي.
د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته يو شمېر افغانان امريکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي چې ډېری يې د ويزو له مشکل سره مخ دي.
دغه افغانان له امريکا او اروپايي هيوادونو غواړي چې د دوی د ويزو د پروسس موده چټکه کړي، تر څو د پاکستاني پولیسو له نېولو خلاص شي.

