د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې ویلي، په نورستان ولایت کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د یادې ادارې ویاند تاج محمد همت ویلي، چې په سېلابونو کې ۲۴ کسان مړه شوي، ۲۳ نور ټپیان دي او ۱۵ کسان لا هم ورک دي.
د هغه په وینا، په دې طبیعي پېښه کې ۱۲۰ کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.
چارواکي وايي، له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې او هرې زیانمنې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.
سربېره پر دې، خوراکي او غیرخوراکي توکي هم وېشل کېږي.
همت زیاته کړې چې د ایران او هند سفارتونو بشري مرستې هم نورستان ته رسېدلې دي، چې د اړتیا وړ کورنیو ترمنځ به ووېشل شي.

