پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 9

بلوچستان؛په مستونګ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی

0

راپورونه وايي، د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د کهدکوچه سیمې په میکرو سټاپ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی دی.

ځايي سرچینې وایي، په دې برید کې ګڼ شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی اعلان شوی.

تر اوسه د برید د څرنګوالي او اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه، پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

عباس عراقچي:د ایران د کنګل شویو شتمنیو کارول خطرناک نړیوال دود جوړوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې د یوه هېواد د کنګل شویو شتمنیو کارول، څو د راتلونکو ادعاوو یا تاوانونو لپاره ترې پیسې ورکړل شي، یو خطرناک او بې‌ساری نړیوال دود رامنځته کوي.

عراقچي په اېکس کې لیکلي، د بل هېواد د شتمنیو ضبطول او د هغو کارول د راتلونکو نامرتبطو ادعاوو د پوره کولو لپاره، یو پاروونکی او خطرناک اقدام دی.

نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې له دغو شتمنیو ګټه اخلي یا یې هرکلی کوي، باید په یاد ولري چې که حکومتونه د شتمنیو ضبطول عادي کړي، نو د هېڅ هېواد شتمنۍ به خوندي نه وي او دا به د نړیوالې ګډوډۍ لامل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، امریکا به د ایران له هغو شتمنیو څخه چې د امریکا په واک کې دي، د بېړیو، بارونو او اړوندو زیانونو د جبران لپاره کار واخلي.

د طالبانو حکومت:د حوثیانو له خوا د سعودي پر تېلو وړونکې بېړۍ برید غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د حوثي ډلې هغه وروستی برید غندلی چې د سره سمندرګي په باب‌المندب تنګي کې یې د سعودي عربستان یوه تېلو وړونکې بېړۍ په نښه کړې وه.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان “اسلامي امارت” د نړیوالو سمندري لارو د امنیت ساتلو، د بېړیو د آزاد تګ راتګ د تضمین او د نړیوالې سوداګرۍ د خونديتوب د دوام ملاتړ کوي.

اعلامیه زیاتوي چې هېڅ ډول ګواښ یا ګډوډي باید د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ امنیت له خطر سره مخ نه کړي.

خپره شوې اعلامیه کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتل شوي چې د زغم او احتیاط څخه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د لا زیات تاوتریخوالي او کړکېچ لامل ګرځي، او خپلې ستونزې د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو حل کړي، څو په سیمه کې امنیت او ثبات پیاوړی شي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر پوستې ریکشا بم برید شوی

0

د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د پولیسو په یوه پوسته د وسله‌والو د برید راپورونه ورکړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، لومړی یوه زوروره چاودنه وشوه او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول.

تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

هاخوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د برید مسؤلیت منلی دی.

امنیتي سرچینو ویلي، برید د یوه ریکشا بم په وسیله ترسره شوی چې له امله یې د پولیسو د پوستې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

ټانک د خېبر پښتونخوا له هغو سویلي ولسوالیو څخه ده چې وسله‌وال پکې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو، پولیسو او د حکومت پلوه د سولې کمېټو پر غړو بریدونه کوي.

ډونالډ ټرمپ:ايران تر اوسه کافي درد نه دی احساس کړی، د لوی برید په اړه غور کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه جدي غور کوي.

نوموړي د اکسیوس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې ایران تر اوسه کافي درد نه دی احساس کړی.

ټرمپ ویلي: «زه د یوه ستر برید په اړه فکر کوم، چې تر پخوا به هم لوی وي. د پرېکړې کولو ته نږدې شوی یم او موږ ورته چمتو یو.»

هغه زیاته کړې چې د داسې پرېکړې پایلې به ولري، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او کومه ټاکلې نېټه یې هم نه ده اعلان کړې.

د امریکا ولسمشر ویلي، که وغواړي اسرائیل به په لنډ وخت کې له امریکا سره یوځای شي، خو زیاته کړې چې امریکا د بل چا مرستې ته اړتیا نه لري.

ټرمپ ادعا کړې چې د ایران چارواکي غواړي خبرې اترې وکړي، خو اوس مهال د یوې هوکړې لپاره چمتو نه دي.

امریکا خپلو وګړو ته؛په منځني ختیځ کې د سفرونو خبرداری ورکړی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې مېشتو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د جګړې له امله د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو او هوايي سفرونو د ګډوډۍ لپاره چمتووالی ولري.

وزارت ویلي، وګړي دې د بېړنیو سفرونو لپاره له وړاندې پلان جوړ کړي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د “لوی برید” ګواښ کړی دی.

انتونيو ګوترېش:د منځني ختیځ شخړې دې د خبرو له لارې حل شي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په منځني ختیځ کې وضعیت ډېر اندېښمنوونکی شوی او جګړې نورې هم پراخېږي.

نوموړي له ټولو ښکېلو خواوو او د نړۍ له مشرانو غوښتي چې جګړه سمدستي ودروي، د نړیوالو سمندري لارو ازادي او امنیت بېرته تأمین کړي، او شخړې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

ګوترېش ټینګار کړی چې د سیمې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سوله یوازینۍ لار ده.

د هسپانیا ځانګړی دود؛د نړيوال جام اتلان د خپل وزن په اندازه د رومي بانجانو په ډالیو ونازول شول

0

د ۲۰۲۶م فوټبال نړیوال جام له ګټلو وروسته د هسپانیا ملي لوبډلې دوه مشهور لوبغاړي، ګاوي او فابیان روییز، په خپل ټاټوبي سیویل کې په داسې دودیزو مراسمو ونازول شول چې د ډېرو پام یې ځان ته واړاوه.

د سیمه‌ییز دود له مخې، دواړه لوبغاړي لومړی پر ترازو ودرول شول او وروسته هر یوه ته د خپل بدن د وزن په اندازه د رومي بانجانو کارتنونه ډالۍ شول.

چارواکو ویلي، دا دود د سیمې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت او له خپل ټاټوبي سره د اتلانو د تړاو د څرګندولو لپاره ترسره کېږي.

هسپانیا د ۲۰۲۶م نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د خپل فوټبال په تاریخ کې یې د دویم ځل لپاره د نړۍ اتلولي خپله کړه.

د بریا یوازینی ګول فران تورېس ترسره کړی و.

په هسپانیا کې د اتلولۍ له نمانځنو وروسته، د سیویل دا ځانګړی هرکلی د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام هم ځان ته اړولی او د ورزشي بریا ترڅنګ یې د سیمه‌ییزو دودونو ستاینه هم راپارولې ده.

ډونالډ ټرمپ:د سعودي اټومي تړون به یوازې د ابراهیم تړون له منلو وروسته تایید شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا د انرژۍ وزارت او سعودي عربستان ترمنځ د ملکي اټومي همکاریو د وروستي تړون تایید به له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو او د ابراهیم تړون سره د سعودي عربستان له یوځای کېدو سره تړاو ولري.

ټرمپ د خپل ټروت سوشیال حساب له لارې ویلي، دا اټومي تړون یوازې د سوله‌ییزو او ملکي موخو لپاره دی او پکې د اټومي موادو د بډاینې اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي ویلي، امریکا د هغو ملکي اټومي پروګرامونو مخالفت نه کوي چې د یورانیمو غني کول پکې شامل نه وي، او دغه ډول پروګرامونه د ایران، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو له پروګرامونو سره ورته دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د سعودي د اټومي تړون وروستی تایید به هغه مهال وشي چې ریاض د ابراهیم تړونونو ته ورګډ شي؛ هغه تړونونه چې د ده په وینا «باور وړ او بریالي» دي.

تر دې وړاندې ځینو امریکايي رسنیو اټکل کړی و چې ښايي دغه تړون سعودي عربستان ته په راتلونکې کې د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړي، هغه پروسه چې د اټومي انرژۍ لپاره کارېدلی شي او د اټومي وسلو په جوړولو کې هم استعمالېدای شي.

امریکا او سعودي عربستان د ملکي اټومي همکاریو یو مهم تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سعودي ته د سوله‌ییز اټومي پروګرام د جوړولو زمینه برابره شي او امریکايي شرکتونو ته به د سعودي د اټومي انرژۍ په پروژو کې د پراخ ګډون فرصت ورکړي.

اسحاق ډار:که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌والو ملاتړ پای ته ورسوي، ښه ګاونډیتوب به وکړو

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د آسیا سیمه‌ییز فورم (ARF) د وزیرانو په غونډه کې ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي او د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

نوموړي ویلي، د پاکستان له افغان طالبانو یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

ډار زیاته کړه، که د طالبانو حکومت خپلې ژمنې عملي کړي، نو د سویلي او منځنۍ اسیا په کچه به د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه برابر شي.

هغه د آرف له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان د خاورې د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او سیمه‌ییز امنیت ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی؛ خو د طالبانو حکومت هر کله دا ادعاوې رد کړې او په پاکستان کې یې روان کړکېچ د دوی داخلي ستونزه بللې ده.