د امریکا د پټو خدمتونو یو مامور، چې د مرستیال ولسمشر جیډي وینس د امنیتي ډلې غړی دی، د رسنیو ته د محرمو معلوماتو د افشا کولو په شک تر داخلي څېړنو لاندې نیول شوی او دنده يې ځنډول شوې ده.
د سياېناېن د راپور له مخې، یوې باخبره سرچینې ویلي چې یاد مامور د یو خبري راپور لپاره د معلوماتو د سرچینې په توګه شکمن ګڼل کېږي.
دویمې سرچینې هم تایید کړې چې چارواکو هغه کس پېژندلی چې ګومان کېږي د وینس د سفرونو اړوند معلومات یې رسنیو ته سپارلي دي.
راپور زیاتوي چې د پټو خدمتونو د کورنیو چارو څانګه د دې قضیې څېړنه کوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د یاد مامور پر وړاندې به اداري سزا، دندیز اقدام یا جنایي تورونه ولګول شي که نه.
ویل کېږي، دغه مامور د یوې رسنۍ لپاره د هغو معلوماتو سرچینه وه چې پکې د مرستیال ولسمشر جیډي وینس د شخصي سفرونو او د هغه د امنیتي ټیم د فعالیتونو په اړه جزئیات خپاره شوي وو.
په راپور کې دا هم راغلي وو چې وینس پلان درلود له خپل زوی سره په سمندري ځواکونو پورې اړوند چورلکه کې د ګالف د تمرین لپاره سفر وکړي، خو دغه سفر وروسته لغوه شو.
د دغو عملیاتي معلوماتو خپرېدو د امریکا د پټو خدمتونو، ایفبيآی او سپینې ماڼۍ د چارواکو اندېښنې راپارولې، ځکه دوی باور لري چې د امنیتي عملیاتو جزئیات باید محرم پاتې شي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له رسنیو سره د محرمو معلوماتو د غیرمجاز شریکولو پر وړاندې د سخت دریځ ژمنه کړې ده.
د همدې روانې میاشتې په پیل کې د نیویارک ټایمز څلور خبریالان هم د یوې فدرالي څېړنې په تړاو د محکمې له لوري د شهادت لپاره احضار شوي وو.

