د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه جدي غور کوي.
نوموړي د اکسیوس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې ایران تر اوسه کافي درد نه دی احساس کړی.
ټرمپ ویلي: «زه د یوه ستر برید په اړه فکر کوم، چې تر پخوا به هم لوی وي. د پرېکړې کولو ته نږدې شوی یم او موږ ورته چمتو یو.»
هغه زیاته کړې چې د داسې پرېکړې پایلې به ولري، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او کومه ټاکلې نېټه یې هم نه ده اعلان کړې.
د امریکا ولسمشر ویلي، که وغواړي اسرائیل به په لنډ وخت کې له امریکا سره یوځای شي، خو زیاته کړې چې امریکا د بل چا مرستې ته اړتیا نه لري.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران چارواکي غواړي خبرې اترې وکړي، خو اوس مهال د یوې هوکړې لپاره چمتو نه دي.

