د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ د پولیسو په یوه پوسته د وسلهوالو د برید راپورونه ورکړل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، لومړی یوه زوروره چاودنه وشوه او ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول.
تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
هاخوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د برید مسؤلیت منلی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، برید د یوه ریکشا بم په وسیله ترسره شوی چې له امله یې د پولیسو د پوستې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.
ټانک د خېبر پښتونخوا له هغو سویلي ولسوالیو څخه ده چې وسلهوال پکې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو، پولیسو او د حکومت پلوه د سولې کمېټو پر غړو بریدونه کوي.

