یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 69

د سختو بندیزونو سربېره؛ایران څنګه د ډرون ځواک جوړ کړ؟

0

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په درشل کې، پوځي شنونکي اکرم خریف په خپل نوي چاپ شوي کتاب «د شاهد په سیوري کې» کې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) صنعت د پرمختګ پړاوونه او ستراتیژیک بدلونونه څېړلي دي.

په کتاب کې ویل شوي چې ایران د سختو نړیوالو بندیزونو سره سره وتوانېد د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې مهم پرمختګ وکړي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو جګړو په صحنه کې اغېزناک رول ولوبوي.

لیکوال د دې صنعت پیل د لبنان د حزب‌الله له لومړنیو پوځي فعالیتونو سره تړي، او وروسته د یمن د حوثي ډلې له خوا د ایراني ډرونونو کارول یادوي.

همدارنګه هغه راپورونو ته اشاره کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې پوځ ته د ایراني ډرون ټکنالوژۍ د انتقال په اړه خپاره شول، چې پکې د شاهد-۱۳۶ ډرون کارول هم شامل وو.

کتاب دا پوښتنه مطرح کوي چې څنګه یو هېواد د څو لسیزو بندیزونو باوجود د پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړ.

د لیکوال په وینا، بندیزونو ایران دې ته اړ کړ چې پر داخلي ظرفیتونو، انجینرانو او محلي حل لارو تکیه وکړي، نه یوازې پر بهرنیو سرچینو.

په پای کې کتاب ټینګار کوي چې د محدودو امکاناتو باوجود، د اوږدمهاله ستراتیژۍ، زغم او کورني تخنیکي پرمختګ له لارې ایران د پوځي ټکنالوژۍ په ډګر کې ځان مطرح کړ.

ډونالډ ټرمپ، خپل پوځ ته:هره هغه کښتۍ چې هرمز تنګي کې ماینونه ږدي، له منځه یې یوسئ

0

د امریکا ولسمشر، ویلي چې د دې هېواد سمندري ځواکونو ته یې امر کړی څو هره هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي په اوبو کې ماینونه ږدي، هدف وګرځوي او له منځه یې یوسي.

نوموړي دغه څرګندونې په ټروت سوشیال کې کړي او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې باید هېڅ ډول تردید ونه شي.

ټرمپ زیاته کړې چې د امریکا ماین‌پاکوونکې بېړۍ اوس مهال د هرمز تنګي د ماینونو په پاکولو بوختې دي او دا بهیر به درې برابره چټک دوام ومومي.

فارس خبري اژانس:ایران د هر ډول برید په صورت کې د سیمې په کچه د غبرګون سناریوګانې چمتو کړي دي

0

فارس خبري اژانس چې د سپاه پاسداران اړوند دی، لیکلي چې که د سیمې له امریکايي اډو څخه پر ایران ځمکنی برید وشي، نو ایران ښايي د ګډو ځمکنيو عملیاتو له لارې، د مقاومت ځواکونو او محلي ډلو په همکارۍ، امریکايي سرتېري هدف وګرځوي او حتی هغوی اسیران کړي.

دې رسنۍ زیاته کړې: «که د ایران پر برېښناکوټونو یا د نفتو او ګازو پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي، تهران به د اسرائیلو او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو د انرژۍ تاسیسات هدف وګرځوي.»

فارس همدارنګه داسې سناریوګانې یادې کړې دي لکه: که «پر خاورې تعرض» وشي نو پر امریکايي الوتکه‌لېږدونکو بېړیو برید، د سمندري محاصرې د سختېدو په صورت کې د هرمز تنګي او باب‌المندب تړل، او له سیمې بهر د امریکا پر ګټو اقدام.

دغه اژانس همدارنګه د حیاتي زیربناوو لکه پلونو او برېښناکوټونو پر وړاندې د هوايي او توغندیزو بریدونو، او د پوځي قومندانانو او مهمو څېرو د په نښه کولو یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو اماني صندوق:افغانستان د پاکو اوبو له خطرناکې وچکالۍ سره مخ کیدونکی دی

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د اماني صندوق وايي چې د اوبو کمښت لا هم د افغانستان له تر ټولو جدي او دوامدارو ستونزو څخه دی او د حل لپاره یې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو اړتیا لا زیاته شوې ده.

دغه بنسټ په تازه راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو اقدامات ښيي چې همغږي او ګډ کار کولای شي د خلکو په ژوند کې محسوس بدلون راولي.

د ورکړل شوو شمېرو له مخې، یوازې په تېر میلادي کال کې ۸۴۰ زره او ۸۲۶ کسانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د پاکو اوبو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره اماني صندوق ویلي چې د پاکو اوبو لاسرسی نه یوازې د خلکو روغتیا ښه کوي، بلکې د هغوی پر عزت او راتلونکي هیلو هم مثبت اغېز لري.

بل لوري ته، د نړیوالې مرستې موسسې «مرسي کورپس» مخکې خبرداری ورکړی و چې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا اووه میلیونه وګړي د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي.

دغه موسسه وایي چې د کابل د نیمایي ژورو څاه‌ګانو وچېدل د اندېښنې وړ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د سختې وچکالۍ له خطر سره مخ شي.

مولوي احمدالله وثیق:افغانستان به د ورزش له لارې له نړۍ سره اړیکې پیاوړې کوي

د طالبانو حکومت د ورزش ادارې عمومي رئیس ویلي، چې افغانستان د ورزش له لارې له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا او د ورزشي پرمختګونو د پراخولو په لور روان دی.

مولوي احمدالله وثیق د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه ډول نړیوالو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو ګډون د افغانستان د ورزشي پرمختګ څرګند ثبوت دی.

نوموړي زیاته کړه چې د “اسلامي امارت” له راتګ وروسته د ډاډمن امنیت په رامنځته کېدو سره د هېواد په ورزشي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس په بېلابېلو ولایتونو کې منظمې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.

وثیق د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، افغان ورزشکارانو په وروستیو کلونو کې په نړیوالو سیالیو کې له ۴۰۰ څخه زیات مډالونه ګټلي دي، چې د چین آسیایي سیالۍ، د بحرین او سعودي عربستان سیالۍ یې مهمې بېلګې دي.

امیر خان متقي:افغانستان د ورزش په ډګر کې د نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا ترلاسه کړې ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ وړتیا لري.

نوموړي ویلي، دا چې افغانستان په دومره لویه کچه د نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي او بهرني ورزشکاران پکې ګډون کوي، دا د دې څرګندونه کوي چې د هېواد ورزشي بهیر مخ پر ودې دی او په نړیوال ډګر کې یې ځای پیاوړی شوی دی.

امیرخان متقي زیاته کړې چې ورزش یوازې د سیالۍ ډګر نه دی، بلکې د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله هم ده.

هغه ټینګار کړی چې “اسلامي امارات” هڅه کوي افغانستان د زده کړو، امنیت، اقتصاد او ورزش په برخو کې له نړۍ سره سیال کړي او د نړیوالو اړیکو د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي.

حامد کرزی:د فریده مهوش د هنري آثارو ډیجیټل کېدل د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې لپاره مهم ګام دی

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د سټنفورډ پوهنتون له لوري د افغان هنرمندې فریده مهوش د هنري آثارو د خوندي کولو او ډیجیټل کولو هرکلی کړی او دا اقدام یې د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

کرزي ویلي، د استادې مهوش هنري آثار د افغانستان د موسیقۍ او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده او د دغو آثارو ډیجیټل کېدل د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هنر د ژغورنې او انتقال مهم فرصت برابروي.

هغه زیاته کړې چې فریده مهوش د هېواد د موسیقۍ په ډګر کې د یوې ځلانده ستورې په توګه ارزښتمن خدمتونه ترسره کړي او د هغې هنري میراث د افغان کلتوري هویت یوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

د امریکا د کانګرس غړي:کانګو ته د افغان کډوالو ستنول د ډونالډ ټرمپ شرموونکی اقدام دی

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی چې له مخې یې ټاکل شوې یو شمېر افغان کډوال د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

د کانګرس غړي خوان وارګاس دا اقدام «شرموونکی او غیرانساني» بللی او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره یې همکاري کړې، باید له داسې چلند سره مخ نه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول پرېکړې د امریکا پر اخلاقي مسؤلیتونو سیوری اچوي.

همداراز، آمي برا دا طرحه «ظالمانه خیانت» بللې او ویلي یې دي چې افغان ژباړونکي او همکاران اوس له یوه سخت انتخاب سره مخ دي: “یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او یا دې داسې هېواد ته واستول شي چې له جدي بشري ستونزو سره مخ دي.”

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پلان دا دی چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې سلګونه ماشومان هم پکې شامل دي، په قطر کې له یو موقتي کمپ څخه افریقا ته انتقال شي.

دغو کسانو ته مخکې د امریکا د ویزې او بیا مېشتېدو ژمنې ورکړل شوې وې.

د طالبانو حکومت:یوازې په یوه ورځ د هیواد له بیلابیلو سرحدي سیمو له لارې ۴۳۶۴ کسان جبري راستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې وړمه ورځ له بېلابېلو سرحدي لارو راستنېدونکي افغانان د هېواد مختلفو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې (۶۷۶) کورنۍ چې ټولټال (۳۸۳۶) تنه کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته انتقال شوې دي.

په کندهار کې د سپین بولدک له لارې (۷۳) کورنۍ چې (۴۳۴) غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

همداراز، د هلمند د بهرامچې له لارې (۱۳) کورنۍ چې (۹۴) تنه کېږي، لښکرګاه او ګرمسېر ته انتقال شوې دي.

له کابل څخه هم (۲۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۲۷) تنه و، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۹۷۸ کورنۍ چې ۴۳۶۴ تنه جوړوي، یوازې په یوه ورځ افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

د هرمز تنګي کړکېچ؛د نفتو بیې نږدې ۴ سلنه زیاتې شوې

0

د نړیوالو بازارونو د وروستیو معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې د نفتو بیې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د راتلونکي په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو له امله په ناڅاپي ډول لوړې شوې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د وست‌تگزاس اینترمدیت بیه تر ۴ سلنې ډېره لوړه شوه او نږدې ۹۷ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د نفت برنت نړیوال شاخص هم تر ۱۰۵ ډالرو پورته وخوت.

خو بازار لږ وروسته د لنډمهالي فشار له امله یو څه بېرته راټیټ شو.