سه شنبه, جون 23, 2026
Homeکورپاڼهد لبنان ولسمشر؛له امریکايي چارواکو سره د اوربند پر موضوع خبرې کړې

د لبنان ولسمشر؛له امریکايي چارواکو سره د اوربند پر موضوع خبرې کړې

د لبنان ولسمشر جوزف عون د امریکا له مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس او د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوربند پر موضوع بحث کړی دی.

د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دې تماس کې د سیمې د امنیتي وضعیت، د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د ټینګښت پر لارو چارو خبرې شوې دي.

ولسمشر جوزف عون د شخړو د پای ته رسېدو او د سیمې د ثبات لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او د نړیوالو هڅو ملاتړ یې کړی دی.

تر اوسه د دغو خبرو د پایلو او احتمالي پرېکړو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here