سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانپه ننګرهار کې؛د ګلالۍ په نوم د یوې قابلې مرموزه وژنه

په ننګرهار کې؛د ګلالۍ په نوم د یوې قابلې مرموزه وژنه

د ننګرهار ولایت په شېخ مصري ښارګوټي کې د ګلالۍ په نوم په خپل کور کې د یوې قابلې وژل کېدو ګڼ غبرګونونه راپورته کړي.

سیمه ییزې سرچینې وایي، څو وسله والو کسانو نوموړې ډاکټره په خپل کور کې شکنجه او بیا زندۍ کړې خو کورنۍ یې ټولې ادعاوې بې بنسټه بولي او خپله لور په رواني ناروغۍ تورنوي چې له امله یې ځان وژنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ګلالۍ غږیز پیغام رسنیو ته راوتلی و او په کې یې ویلي و ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ځینو غړو له لوري ورڅخه نامشروع غوښتنې کیږي او په دې اړه یې د طالبانو حکومت اړوندو ادارو ته هم شکایتونه رسېدلي وو.

وژل شوې قابلې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې دنده لرله او له خپلې کورنۍ سره په شېخ مصري ښارګوټي کې اوسېدله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here