سه شنبه, جون 23, 2026
Homeافغانستانذاکر جلالي:بروکسل ته د «اسلامي امارت» د پلاوي سفر د افغانستان او...

ذاکر جلالي:بروکسل ته د «اسلامي امارت» د پلاوي سفر د افغانستان او اروپايي ټولنې په اړیکو کې مهم ګام دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دويم سیاسي ډيسک رئیس ذاکر جلالي ویلي چې بروکسل ته د افغان پلاوي سفر د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، دا لومړی ځل دی چې د «اسلامي امارت» یو رسمي پلاوی بروکسل ته سفر کوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د تعامل د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي.

جلالي زیاته کړې چې دغه پرمختګ د هغو تفاهماتو دوام دی چې مخکې له جرمني او ناروې سره شوي وو او له مخې یې افغان ډیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

هغه ویلي چې په اروپا کې افغان استازولیو د خدماتو په وړاندې کولو کې ښه تجربه لرلې او دا چاره د نورو اروپايي هېوادونو لپاره هم د تعامل یوه عملي بېلګه کېدای شي.

د نوموړي په وینا، دا سفر به د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د دوامدارو اړیکو د پراختیا لاره هواره کړي او په اروپا کې مېشتو افغانانو ته به د غوره خدماتو او اغېزمنو اړیکو زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here